حرام په حلالو له منځه ځي


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

حرام په حلالو له منځه ځي

الهي حدود یواځې مجازاتو ته نه وايي، هغه مکافات او مجازات اوامر او نواهي چې قرآن کې یاد شوي دي الهي حدود دي، که پر قتل قصاص او پر غلا د لاس غوڅول الهي حد دی، د قتل د عواملو، د فقر له منځه وړل او د فقیرانو د اساسي اړتیاوو پوره کول هم الهي حدود دي. د قصاص ایتونه (  ) دی او د قتل د مخنيوي په لسګونو د قطع يو آيت دی هغه هم مشروط او د فقر د مخنيوي آيتونه تر دوه زره زيات دي.

د پېغمبر صلی الله علیه وسلم دغه دعاء ټوله موضوع رانغاړي، چې د حلالو په ترویج به حرام له منځه وړې، د اصلاحاتو د راوستو له لارې فساد له منځه وړې، یعنې په رڼا سره تیاره له منځه ځي، نه دا چې رڼا نه راولي او د رڼا د راتګ او تورتم د له منځه تګ لپاره شعارونه او بوللې وایې.

د پېغمبر صلی الله علیه وسلم لاندې دعاء ته ځیر شئ!

« اللَّهُمَّ اكْفِني بِحَلاَلِكَ عَنْ حَرَامِكَ، وَأغْنِنِي بِفَضْلِكَ عَمَّنْ سِواكَ».[1]

( الهي! پخپلو حلالو موږ له خپلو حرامو وساته او موږ له خپل ذات پرته بل چاته مه اړ کوه).

یعنې څومره چې موږ حلالې لارې ترویجوو، هومره حرامې لارې تړل کېږي، د څومره ښوونځيو او پوهنځيو دروازې چې خلاصيږی هومره د بنديخانو دروازې تړل کېږي. که د حرامو په اړه شپه او ورځ خبرې سره وکړو او د حلالو د ترویج لپاره شاړې ابادې، دښتې ښېرازې، فامریکې تاسیس، مالدارۍ ته وده، زراعت ته پراختیا، تجارت ته پرمختیا، له لمر، اوبو، خاورو، فضاء او تکنالوژۍ نه ګټه وانخلو نشو کولای خپل ولس له حرامو وژغورو.

مسلمان سره چې هومره د مسجد د جوړولو اندېښنه، تر هغه ډېر  باید د ښوونځي، پوهنتون، څیړنیزو ارګانونو او فامریکو د جوړولو لپاره چمتو وي، ځکه چې خواړه، جامې، ځای حلال نه وي، په مسجد کې لمونځ او نور عبادات هېڅ ثواب
نه لري.

پنځوس سلنه نصاب باید د حلال رزق د ګټلو پر میتودونو او تګلارو وي، پېغمبر صلی الله علیه وسلم چې له مکې نه مدینې ته راځي لار کې تاجر اصحاب ورسره مخ کېږي، عبدالرحمن بن عوف خپل کوربه ورور ته وايي، "د بازار لار راوښايه" عمر رضی الله عنه وايي چې موږ د دې لپاره د پېغمبر خبرې لږې اورېدلي دي چې تجارتي بوختیا مو درلوده، د صحابه و د کارباري ژوند تصویر ته چې په تاریخ کې ځیر شئ پوهېږئ چې رسول الله صلی علیه وسلم خپل اصحاب حلال کاربار ته هڅولي او چمتو کړي دي ځان سره يې په مسجد کې نه دی دېره کړي.

که غواړې چې مامور رشوت وانخلي اړتیا هومره تنخوا ورته برابره کړه که اړتیا یې ډېره او تنخوا يې لږه وي دا مهال مامور فاسد او دولت د مفسد په توګه د خپلو مامورینو د فساد لامل ګرځي. موږ باید د غلا د مخنوي لپاره د کاربار له مخې ټول خنډونه لرې کړو، ښوونکو او زده کوونکيو ته معیاري نصاب، مناسب ټولګي، مسلکي ښوونکي او معیاري درسي وسایل او اسانتیاوې چمتو کړو، د جنسي فساد د مخنوي لپاره روزنیزې تګللارې پیاوړې او نکاحګانې ارزانه، اسانه او ارزښتناکه کړو، جرمونه رنځونه وګڼو، د رنځونو لپاره وقایه تر درملنې غوره او لږ لګښته او بې زیانه ده.

په افغانستان کې د شریعت د عادلانه او مشروع تطبیق لپاره باید شته قوانینو کې تعدیلات راشي، یو څه نور قوانین ایجاد شي، یو څه قوانین باید حذف او له اجراییوي سیستم نه و ایستل شي.

د حدودو تر نه تطبیق غیر عادلانه تطبیق يې بشري پرګنو ته ډېر زیان رسوي ؛ نو حدود باید پر وزیر او اسیر پر شتمن او فقیر یو شان تطبیق شي، داسې نه چې شتمن لپاره قاضي په رشوت د خلاصون لار ومومي او پر نېستمن تطبیق شي، مجرم چارواکي له خپل واک نه په ګټنه ځان د قانون له منګولي خلاص او عام خلک په معمولي قباحتونو او جنحو کلونه په زندان محکوم او بچيان يې په کور کې بې سرنوشته او بېلارې شي، یا حدود د غڼي هغه جاله شي چې کمزروي پکې ښکېل او پیاوړي یې مزې وشلوي. د حدودو غیر عادلانه تطبیقوونکي د اسلامي نظام اعتبار له منځه وړي.


[1] . ترميذي، محمد بن عيسی، الجامع الترميذی، حديث نمبر ۳۵۶۳، ابواب الدعوات.


No comments:

Post a Comment