لیکوال:محمدناصر حلیمي
د حقتلفو له دوستۍ ځان ژغورنه
طاغوت او
طغيان حقتلفۍ ته وايي، د طاغوت د لفظ په اړه مې شننه وکړه دې نتيجې ته ورسيدم چې طاغوت حق تروړونکي ته وايي. هر هغه انسان، ايزم، ډله، فکر چې بشري
او الهي حقونه تروړي طاغوت ګڼل کېږي. که د انسان،
ژوي، نبات، اوبو، خاورې، ځنګل... حق وي او که د الله تعالی حق وي.
الله تعالی د انسانانو، دښتو، میرو، غرونو، ځنګلونو،
ژویو، د حقتلفۍ له ټولو عواملو، عاملینو او علتونو څخه ځان ساتل او ددوى په اړه د
حقونو د ادا او د مسؤوليتونو لپاره خپل جسماني، عقلي او روحي ځواکونه په فردي او
اجتماعي بڼه عالمانه په کار اچول، له طاغوته ځان ژغورنه ده. نوعزتمن انسان هغه دی
چې تاريخچه يې ولولې د خالق او مخلوق حق يې نه وي تروړلی. قرآن هم انسان د حقپالنې
همداسې هسکې عزتمندې مرحلې ته بيايي.

No comments:
Post a Comment