ديارلسم فصل:اتم صفت)العزيز)


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

 

ديارلسم فصل:اتم صفت)العزيز)

عزت یعنې درنښت، ځواکمنتيا، پياوړتيا، برلاسي، هسکه غاړه، دښمن پرزونه، باطل ځپنه او عدل برلاسونه، یرغلګر پرځونه، حق او حقیقت ته تسليمېدنه ده د عزتمنو مواصفات الله تعالی په لاندې آیتونو کې یادوي:

«وَالَّذِينَ اجْتَنَبُوا الطَّاغُوتَ أَنْ يَعْبُدُوهَا وَأَنَابُوا إِلَى الله لَهُمُ الْبُشْرَى فَبَشِّرْ عِبَادِ (١٧) الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ أُولَئِكَ الَّذِينَ هَدَاهُمُ الله وَأُولَئِكَ هُمْ أُولُو الْأَلْبَابِ (١٨) أَفَمَنْ حَقَّ عَلَيْهِ كَلِمَةُ الْعَذَابِ أَفَأَنْتَ تُنْقِذُ مَنْ فِي النَّارِ (١٩) لَكِنِ الَّذِينَ اتَّقَوْا رَبَّهُمْ لَهُمْ غُرَفٌ مِنْ فَوْقِهَا غُرَفٌ مَبْنِيَّةٌ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَعْدَ الله لَا يُخْلِفُ الله الْمِيعَادَ».[1]

(چا چې د طاغوت بندګي ونکړه او د طاغوت عبادت يې ونه کړ او الله تعالی ته يې مخه كړه، هغو ته زېرى دى. نو (اى پېغمبره!) زما هغو بندګانو ته زېرى وركړه چې خبره په غور اوري او ډېر ښه يې عملي کوي. دا هغه خلک دي چې الله تعالی ورته هدايت كړی دى او هم دوى ګټور پوهان دي. (اى پېغمبره!) هغه چاته څوک نجات وركولاى شي، چې د عذاب پرېکړه پرې تطبیق شوې وي؟ ايا ته هغه څوک ژغورلای شې، چې په اور كې غور ځېدلى وي؟ مګر كوم كسان چې د خپل رب د حکم له مخالفت نه ځان ساتي د هغو لپاره دنګې، ګڼ پوړیزې ماڼۍ چې لاندې به ترې ويالې بهېږي، دا د الله تعالی وعده ده. الله تعالی خپله ژمنه هېڅكله نه ماتوي).



[1]. الزمر: 17-20.


No comments:

Post a Comment