۱۴. ګټور ژوند او فعال غړي


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

۱۴.              ګټور ژوند او فعال غړي

 

د مسلمان عقلي، روحي او جسمي وړتیا د ځان، ټولنې او حکومت لپاره ګټور او خوندور وي، د ژوند هره شېبه او د وجود هره پرزه یې کارنده، فعاله او مثمره وي، کار، وینا، فکر او اقدام يې سمون راولي او ناسم کارونه رغوي، چې همدا يې د کرامت هسکه بېلګه ده قرآن کریم وايي چې د رحمن واقعي بنده ګان هغوی دي چې کله د ’’لغو ’’ تر څنګ درانه تېرېږي پکې نه ښکېلیږي، لغو هغو ویناوو، چارو او سوچونو ته وايي چې ګټور نه وي.

قرآن وايي « وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا (٧٢)».[1]

(کله چې پر بېکاره ویناوو، نظریاتو او خبرو تیریږي په پوره وقار او درنښت
سره تیريږي).

که موږ مسلمانان د مبارک آیت د همدغې فقرې لپاره ښوونیز او روزنیز سیستم جوړ کړای شو، خپل ولس او بشري پرګنۍ له شته ستونزو ژغورلای شو.

اشرف علي تهانوي رحمه الله وايي: عام خلک داسې انګیري چې د صحابه و ستر کرامت دا و چې آسونه يې په سمندر کې و ځغلول ؛ خو بنسټیزه خبره دا ده چې دوې د دنیا د سرو، سپینو او خواهشاتو په سمندر کې ډوب نشول او خپل ایمان یې وژغوره.[2]

د مسلمان ستر کرامت دا دی چې ځان له وړو او غټو ګناهونو وژغورلای شي، خپل وخت، شته امکانات او وړتیاوې د خیر په چارو کې وکارولای شي ؛ خو شیطان په انسان کې د مادياتو، شهرت، منصب، شهوت حرص احساس په حرکت راولي په داسې چارو کې يې بوختوي چې ظاهر يې ښایسته، خوندور او باطن یې بوین او زیانمن وي.



[1] . الفرقان :۷۲.

[2] . تهانوي ، اشرف علي حکیم الامت ، روحانی او جسماني امراض کا علاج ، ضیاء القرآن پبلي کیشنز ، لاهور ، .


No comments:

Post a Comment