۱۳. یتیم پالنه او مسکین پالنه د کرامت یوه بېلګه


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

۱۳.              یتیم پالنه او مسکین پالنه د کرامت یوه بېلګه

د قرآن کریم له لسګونو سترو موخو څخه یوه موخه انسان، حیوان او نبات ته د کرامت بښنې له لارې بشریت د کرامت هسکو مقامونو ته رسول دي، چې یو یې د یتیم د کرامت او د مسکین د درناوي ساتنه ده، قرآن کریم وايي په سپکو ولسونو کې یتیمان سپک وي، په عزتمنو شخصیتونو یتیمان عزتمن وي، تاسو لاندې آیتونو کې د عزتمنو او سپکو ولسونو انځورونه زما له شننې پرته په دقت ولولئ او دا هم په ذهن کې راولئ چې د فجر(سباوون) سورت کې دا آیتونه راغلي دي!

د سبا ستوری د پرمختګ او پرځان بساينې لمر هله پر يوولس راخيژي چې يتيمپاله، کونډپاله او لسنګپاله وي.

« فَأَمَّا الْإِنْسَانُ إِذَا مَا ابْتَلَاهُ رَبُّهُ فَأَكْرَمَهُ وَنَعَّمَهُ فَيَقُولُ رَبِّي أَكْرَمَنِ (١٥) وَأَمَّا إِذَا مَا ابْتَلَاهُ فَقَدَرَ عَلَيْهِ رِزْقَهُ فَيَقُولُ رَبِّي أَهَانَنِ (١٦) كَلَّا بَل لَا تُكْرِمُونَ الْيَتِيمَ (١٧) وَلَا تَحَاضُّونَ عَلَى طَعَامِ الْمِسْكِينِ (١٨) وَتَأْكُلُونَ التُّرَاثَ أَكْلًا لَمًّا (١٩) وَتُحِبُّونَ الْمَالَ حُبًّا جَمًّا (٢٠)».

(خو انسان ته چې د هغه رب له په ازمېښت كې واچول شي، عزت او نعمت ورته وركړي ؛ نو هغه وایي، چې رب مې عزتمن كړم او كله چې په ازمېښت كښې واچول شي او روزي پرې کمه كړي ؛ نو وايي رب مې سپک. هېڅكله داسې نه ده، ستاسو د سپکاوي ثبوت دا دی چې د یتیم کرامت نه پالئ او مسكين خوړو ته يو بل نه هڅوئ او د ميراث ټول مال خپله خورئ یتیم او ښځو ته يې نه ورکوئ او له مال سره بې کچه مینه لرئ).

الله تعالی انسانانو ته وايي چې څومره ډېر نعمتونه او شتمني ولرئ، بیا هم که یتیمپال، کونډپال او ښځمنپال نه وئ، سپک او بې کرامته یاست، ستاسو د کرامت محک او معیار یتیمپالنه، مسکینپالنه، ښځمنپالنه او پخپلو کې د مالونو عادلانه
وېش دی.


No comments:

Post a Comment