لیکوال:محمدناصر حلیمي
۱۲. مکارم الاخلاق د قرآن محور او بنسټ
قران، نبوي احاديث او اوسنی سائنس وايي چې اخلاقي روزنه
او اخلاقي ماتېدنه د انسان له نطفی پيليږي او په مرګ ماتيږي.
قرآن کریم ۶۲۳۶ آیتونه لري، ۱۵۰۴
آیتونه فقط د اخلاقو په اړه په داسې بڼه راغلي چې د ایمان، اسلام او عبادت بنسټ، محور
ګڼل شوی او کله یې ثمر ښودل شوی.په اخلاقي ډګر کې پرمختیا او پياوړتیا د ژوندانه د
ټولو ډګرونو پرمختیا ثبات او مصؤنیت تضمینوي. ۱۵۰۴ آیتونه چې د اخلاقو په اړه راغلي دي له وړکتونه تر پوهنتونه د
تطبیق لپاره یې داسې نصاب ته اړتیا ده چې هر نارینه او ښځينه د دغو آیتونو عملي
ممثل او ممثله وي.
رسول اکرم صلی الله علیه وسلم خپل رسالت د موخو او محور
له پلوه مکارم الاخلاق د بنسټ په توګه را پېژني او وايي: عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ
رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- :«
إِنَّمَا بُعِثْتُ لأُتَمِّمَ مَكَارِمَ الأَخْلاَقِ »[1].
(يقينا زه لېږل شوی چې اخلاقي کرامتونه د
کمال او جمال هسکې مرحلې ته ورسوم).
[1] . البيهقي ، احمد بن البن بن على ، بن موسى الحسرو جردي
الخراساني ابوبکر ، السنن الكبرى للبيهقي وفي ذيله
الجوهر النقي ج
10 ص 191.

No comments:
Post a Comment