۱۱. د کرامت بښونکي قرآن ترڅنګ له کرامته محروم انسان


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

۱۱.               د کرامت بښونکي قرآن ترڅنګ له کرامته محروم انسان

همداسې چې ثمر ته د یو فصل رسول علمي متره، پخه تجربه او پوره زیار غواړي همداسې یو ولس ته د اعتقاد، سیاست، اجتماع، اخلاقو له پلوه کرامت وربښل ایمان، اخلاص او منتج ټولنیزفعالیت غواړي. د ګڼو او متضادو ډلو ټپلو په لویولو، ځانګړو افرادو ته په زنده باد او مرده باد سره نه رامنځته کېږي.

یواځې بشري پرګنو ته نه، ژویو او نباتاتو ته د کرامت بښنې له پخې او تطبیقي ارادې نه پرته مسلمان کرامت نشي ترلاسولای، د پوښتنو په تعبیر د مسلمانانو د کرامت ضمانتونه تاسو ته وړاندې کوم، هر قرآنپوه، شخص او ډله په لاندې پوښتنوخپل ضمیر مخاطب او محاسبه کړي، بیا په دې پوهیږي چې شته کرامتونه مو ولې بایللي دي:

1.  څومره خلکو ته مو د قرآن کریم الفاظ او معنا ور وښوده او د قرآن زدکړه مو څومره خوندور او آسانه کړې، انګلیسي ژبې ته داسې آسانتیاوې رامنځته ته شوې چې په دریو میاشتو کې زده کېږي د قرآن معصوم ماشوم په تنکیو لاسونو لښتې د قرآن په حلقه او درسي ډګر کې په داسې حال کې د ظلم لښتې ذلیلانه ګالي، چې د مینې او رحمت پېغامونه ورباندې زده کوي، سره د دې چې الله تعالی بار بار دا خبره کوي چې قرآن آسانه دی؟

2.  په وګړو، ټولنو او حکومتونو کې مو څومره درنو خویونو ته وده او منفي اخلاق مو له منځه يووړل؟

3.  په وګړو، ټولنو او حکومتونو کې مو په ۱۵۰۴ د اخلاقو آیتونو کې څومره قرآني اخلاق پلې کړل او خپله قرآنپوهان او د قرآني علومو زده کوونکي د څو آیتونو عملي ممثلین کړل، چې دا د رښتینې مسلمانو مشرانو اساسي اما متاسفانه له پامه غورځول شوې دنده ده؟

4.  په وګړو، ټولنو او حکومتونو کې د سپېڅلو موخو، منتجو کړنلارو ښو چارو او درنو ویناوو څومره تنده او عملي روزنیزه هڅه مو پخپلو ولسونو کې پیدا کړه؟

5.   څومره وګړو، ټولنو او حکومتونو ته مو قرآن کریم په عملي توګه علماً وروښود؟

6.   د دیني ویناوالو ژوند له نبوي ژوند سره د عملي او نتیجې له پلوه څومره توپير لري؟

7.  له اعتقادي، عبادي، اقتصادي، سیاسي، روغتیايي او اجتماعي بېلارۍ مو څومره کره تعریف او څومره رڼې تګلارې ورته جوړې کړي دي؟

8.   د ولسونو په متبادلو اړیکو کې مو د خواخوږۍ او یوبل پالنې کچه مو څومره لوړه کړه؟

9.  د ظلم ریښې د ژوندانه په ټولو اړخونو کې څومره وچې او د عدالت ریښې مو څومره خړوبې او تاندې کړې، عدالت په شعارونو نه پلې کېږي د ټولنیزو چارو پر عادلانه رهبرۍ پلې کېږي.

10.  بشر ته مو لوی الله څومره ګران او بشر مو څومره الله تعالی ته قدرمن کړ، یا په بله ژبه د بشر فردي او اجتماعي کړنې مو څومره د الله تعالی غوښتنو سره د روزنې او پېرزونې پر بنسټ برابرې کړې؟

11.  د الهي او بشري حقونو متوازنې ادا ته مو څومره ځان عملي بېلګه، خلک مو د عقل، روان او جسم له پلوه په وګړیزه او ټولنیزه بڼه چمتو کړل؟

12.  علم او ایمان مو څومره سره پخلا کړل، د علم ریښې مو څومره پر اخلاقي ارزښتونو خړوبې او اخلاقي ارزښتونه چې د بشري پرمختیاوو بنسټ دی څومره ارزښتمن او بشري حقونه مو څومره ادا کړل؟.

13.  څومره سپېرې دښتې مو ابادې او شاړې مو ښېرازې کړ؟ د ځنګلونو د وهلو او رېبلو پرځای مو څومره نور ځنګلونه جوړ او د چاپېریال جوړوونې لارې مو بشریت هوا څومره صفا کړه؟

که د عمل په ډګر، د نتیجې پر محور او د نړېوالې مینه ناکې او مهربانې طرحې پر بنسټ مو پورته پوښتنې تطبیقي ځواب کړې بشري نړۍ او مسلمانان به د سترو کرامتونو خاوندان شي، کله هم چې مسلمان د نا مسلمانو په ذلت کې خپل کرامت ولټوي سپک کېږي او دا لا څه چې یو مسلمان د بل او یوه مسلمانه ډله د بلې مسلمانې ډلې د ښکرونو د ماتولو لپاره وروزل شي او بیا کرامت تر لاسه شي دا حال، محال او جنون دی.


No comments:

Post a Comment