۱۰. د ویښتانو درناوی


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

۱۰.           د ویښتانو درناوی

لاندې نبوي حدیث کې دقت وکړئ، چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم د ویښتانو درناوي ته مو هڅوي او وايي چې څوک ویښتان لري باید ښه یې وپالي، پاک یې وساتي داسې نه چې سپږې او ورږې پکې جالې جوړې کړي، يا یې بوی بل څوک زیانمن کړي.

« عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ: مَنْ كَانَ لَهُ شَعْرٌ فَلْيُكْرِمْهُ». [1]

( له ابو هریره رضي الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: څوک چې ویښتان لري، باید کرامت یې وساتي).

نبوي مرغلرې د ژوند آرونه او تطبيقی تګلارې او برنامه ايزې موخې دي، په یو عادي کار امر کوي چې امت یې نورو سترو کارونو ته رسیدګي وکړي او مهم یې وګڼي، کله په یو لوی کار امر کوي چې تر هغه کوچنیو کارونو ته ځیر شي، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ د ویښتانو کرامت ساتنې ته هڅوي، دا په دې معنا ده چې مؤمن باید د ژوندانه ټولو اړخونو ته کرامت وبښي.

کله چې د ویښتانو کرامت ساتنه راباندي حتمي کوي د عقلي، عاطفي او جسمي وړتیاوو پالنه او ساتنه څومره راباندي واجبوي چې پالنه او ساتنه یې زموږ دنیوي او اخروي نېکمرۍ تضمینوي او د دوی د فعالېدو تر کچې انسان نېکمرغه او بدمرغه کېږي.

کله چې د ویښتانو کرامت را باندې واجبوي د مور، پلار، خویندو او ورونو او خپل خپلوانو کرامت ساتنه په داسې حال کې به څومره ستر حکم وي، چې الله تعالی مفسدین او د خپلوۍ شلوونکي په یوه تله کې تلي او وايي چې د مفسدینو او خپلوۍ شلوونکيو عقلونه او زړونه به الله ړندوي او کڼوي، لاندې آیتونه په دقت ولولئ: «فَهَلْ عَسَيْتُمْ إِنْ تَوَلَّيْتُمْ أَنْ تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ وَتُقَطِّعُوا أَرْحَامَكُمْ (22) أُولَئِكَ الَّذِينَ لَعَنَهُمُ اللَّهُ فَأَصَمَّهُمْ وَأَعْمَى أَبْصَارَهُمْ (23) أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآَنَ أَمْ عَلَى قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا (24) ».؟

( ایا تاسې دې ځای ته ورسېدئ چې له دین نه د دې لپاره مخ واړوئ، چې په زمکه کې فساد وکړئ او خپلولي وشلوئ، د دوو چارو ترسروونکي به د الله له رحمته رټل کېږي او الله به د دوی د عقل او زړه سترګې ړندوي، ایا دوی په قرآن کې تدبر نه کوي یا يې زړونه تړل شوي دي).

په پورته آیتونو کې د تعجب ځای دا دی چې د خپلوۍ د شلوونکيو عقلي او عاطفي وړتیاوې دومره ځپل کېږي او له منځه ځي چې د قرآن له هوښیاروونکو آیتونو څخه هم ګټه نشي آخیستای.

د هغه مېرمن د کرامت کچه به څومره وي چې ستا بچیان پخپل وجود کې پالي او ټول ژوند یې ستا نېکمرغۍ ته په داسې حال کې وقف کړی چې خپل مور، پلار او کورنۍ يې پریښې، د هغه خاوند د کرامت ساتنې کچه به څومره وي چې شپه او ورځ هڅه کوي چې مېرمن او بچیان يې وپالي او د ژوندانه آسانتیاوې ورته برابرې کړي.

د هغو اولادونو د کرامت ساتنې کچه به څومره وي چې د الهي آمانتونو او نعمتونو په توګه تا ته په داسې حال کې در سپارل شوي دي چې د دوی د جسم، عقل او روح پالنه او ساتنه ستا دیني وجیبه ده، د مور و پلار په معمولي غفلت او خیانت ماتیږي له منځه ځي او ځپل کېږي.

د هغو استادانو د کرامت ساتنې کچه به څومره وي چې شمعې غوندي سوځي او بشري پرګنو ته د پوهې او مینې رڼا خپروي.

د هغو شاګردانو او محصلینو د کرامت ساتنې وجیبه به څومره هسکه وي چې د راتلونکیو نسلونو د سالمې رهبرۍ ټولې هيلې ورسره غوټه شوي دي.

د هغو رنځورانو د کرامت ساتنې کچه به څومره وي چې په یوه کریمانه چلن وجود يې پر رنځونو بر لاسی کېږي.

هغه لیکوالان په کریمانه چلن څومره ونازول شي چې لیکنې يې ولسونه د مادي او معنوي پرمختګ لوړو پړاوونو ته رسوي.

هغه امامان د څومره کرامت وړ دي چې خپل عمر او ځواني د نوي نسل په ښوونه او روزنه او د شته نسل په سالمه لارښوونه او سمبالنه لګوي.

د هغو مقتدیانو د کرامت کچه څومره لوړه ده چې خپل عقلونه او زړونه د امام مخې ته ږدي او امام پکې الهي لارښونې او نبوي پېرزونې ثبتوي.

د هغو کلیوالو او ګاونډیانو د کرامت کچه څومره هسکه ده چې په خوښۍ کې درسره خوښي لمانځي او ویرمنو حالتونو کې د غم پيټی درنه سپکوي.

د هغو طبیبانو د کرامت ساتنې کچه به څومره لوړه وي چې د مکروبونو، ویرسونو، فنګسونو منځته ننوځي او انسان له مرګه ژغوري د دوی مثال داسې دی لکه یو څوک چې د لېوانو منځته ورننوځي او له داړو يې یو انسان ژغوري.

د هغه ځوان، پېغلې، ماشومې او ماشوم د کرامت ساتنه او پالنه څومره هسکه ده چې هره شېبه د مشرانو مینه ناکې لارښوونې او پېروزونې ته اړ دي او د ټولنې د نېکمرغۍ او بدمرغۍ برخلیک د دوی سالمې او ناسالمې روزنې سره تړل شوی دی.

د هغه سوالګر او سوالګرې د کرامت کچه به څومره وي چې د پوهانو او واکمنانو د فساد له امله سوال ته اړ شوي دي.

که مې څوک وپوښتي چې د مسلمانانو د اوسنۍ بوږنوونکې وضعې نه د وتو لار کومه ده؟ زه به ورته ووایم چې مسلمانان باید ممبر، محراب، رادیو تلویزون، ټولو مجازي رسنیو ته داسې علمي روزنیز نصاب جوړ کړي چې ګټې اخستونکيو ته د کریمانه ژوند تګلارې، د کرامت بښنې دودونه، کرامت ساتنې او کرامت پالنې کړنلارې زده او پلی کړای شي.



[1] . أبو داود ، السجستاني الأزدي سلېمان بن الأشعث بن شداد بن عمرو ، سنن أبي داود 4 ص 76.


No comments:

Post a Comment