لیکوال:محمدناصر حلیمي
د عزتمن ولس
شاړې، مېرې او دښتې هم سپېرې نه وي، ښېرازې، سمسورې او ګلورینې وي، هغه ولس چې
شاړې او مېرې زرغونوي د هغوی نسلونه په ډېرانونو کې کاغذونه نه ټولوي، ښځې يې
پردیو خیراتونو ته لاس نه نیسي، دولت یې په پردیو سرو او سپینو متکي نه وي، د نباتي
کرامت په اړه الله تعالی وايي: « أَوَلَمْ يَرَوْا إِلَى الْأَرْضِ كَمْ
أَنْبَتْنَا فِيهَا مِنْ كُلِّ زَوْجٍ كَرِيمٍ »[1]
( ایا دوی زمکې ته نه ګوري چې څومره ډېرې کریمې جوړې زرغونې کړي دي).
او بل ځای هم
وايي: « وَأَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَنْبَتْنَا فِيهَا مِنْ كُلِّ
زَوْجٍ كَرِيمٍ »[2].
(او له اسمانه مو اوبه را وورولې او کریمې جوړې مو پکې رازرغونې کړې).
الله تعالی د
بني ادم روزي په زمکه کې ټومبلې ده، اوبه او خاوره د انسان په لاس سره یو ځای کېږی
او را ایستل کېږي، انسانان ژمن دي چې اوبه سم مدیریت کړي او زمکې ته يې په مسلکي
بڼه ورسمې کړي، سپېره زمکه ښېرازه او بې خونده خاوره خوندوره کړي، دلته کریم د
نبات په وصف کې راغلی په دې معنا چې زراعت انساني کرامت تضمینوي، په زراعت کې باید
مؤمنان تر نورو ډېر مهارت او قابلیت ولري.
هغه هېواد چې
شاړې دښتې ابادوي، مخروبې زمکې ښېرازوي هېوادوال یې پتمن ژوند او ویاړمنه وضع لري،
هغه ولسونه چې اوبه نه مدیریت کوي، دښتې او شاړې نه ابادوي خلک يې نورو ولسونو ته
اړ وي او خپل کرامت په هېڅ ډګر کې نشي تضمینولای، هغه ولس چې د شاړو د ابادولو
وړتیا نه لري خپل کرامت په ارزانه بیه دوست او دښمن ته ورکوي، که افغانان اوبه
مهار کړي له ذلته ژغورل کيږي.
د سلمان فارسي د
ازادۍ لپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم پنځه سوه د خرما نیالګي کېنول، یوه پکې
وچه شوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم راتلونکي کال ته يې پرځای بله کېنوله، مسلمان
امت باید هر یو پخپل ژوند کې پنځه سوه ونې د ثمر تر بریده وپالي.
نن چې د نړۍ نږدې
(۵۰) سلنه خلک وږي دي لامل یې د څپاندو سیندونو تر څنګ جل وهلې دښتې دي.
له حبوباتو، وچو
او تازه میوو څخه د انسان محرومیت انسان په سلګونو انساني نیمګړنو اخته کوي، سالم
عقل په سالم بدن کې وي او سالم بدن په سالمو خوړو کې.
زموږ ستره تېروتنه
دا ده چې د حرامو خوړو مخه د تقریر او تشویق له لارې بندوو او دا هېڅ امکان نه لري،
د حرامو مخنوي لپاره باید زمکه زرغونه کړو، له چینو، کاریزونو، لمر، کانونو او
صنعتي تولیداتو پراختیا ورکړو.
موږ چې څومره
سپېره زمکه ابادوو هومره د حرامو او حرامخورۍ مخه ډب کوو، څومره چې د زمکې له
ابادۍ څخه ځان لرې ساتو هومره په حرامو کې اخته کېږو.

No comments:
Post a Comment