۸. کریمه ځواني


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

۸.           کریمه ځواني

د ځوان د کرامت نښه، پوهه، کار، زیار، فعالیت او منتجه هڅه ده، یا به حلاله روزي ګټي د کورنۍ غړي به پالي، یا به د دین داعي وي چې د بشري پرګنو په عقلي، جسمي او روحي پرمختګ کې خپله دنده ترسروي، یا به په جهاد کې بوخت وي خپل هېواد له لېوانو او شرمښانو ژغوري، یا به په ټولنه کې د غریبو لاسنیوی کوي، یا به اختراع، نوښتونه او پنځوونې کوي یا به سترې ادارې په پوره هوښیارۍ سمبالوي او یا به نړېوالې متبادلې اړیکې د بشري سعادت په موخه مضبوطوي، یوسف علیه السلام همداسې و، د هوس په لومه کې ښکېل نشو، د ارګ مېشتو ښځو ښایست، نازونو او اداګانو ته تسلیم نشو، خپل پت او د ارګ مېشتو د مالګې قدر یې وساته ؛ نو ځکه هوسپالو ښځو په یو غږ وویل، چې دا دومره سپک نه دی چې زموږ هوس ته غاړه او یا موږ مکرجنو ته د تسلیمۍ سر کېږدي، د ده عزم او اراده تر دې پورته ده چې خیانت وکړي، دوی وویل: « إِنْ هَذَا إِلَّا مَلَكٌ كَرِيمٌ ».[1] (یوسف فقط یو کریم ملائک دی).

له دې نه معلوميږي چې د اخلاقي يا اقتصادي فقر له امله بې پته ښځه هم پتمن انسان ته درناوی او بدلمنه نارينه ته په سپک نظر ګوري.

هغه ځوان چې جسمي، عقلي او عاطفي قوتونه یې په جنسي غریزې له منځه نه ځي، عقل او عاطفه يې د هوسبازو نجونو په لومه کې نه نښلي، د جنسي غریزې د مړښت او سړښت لپاره ناروا لار نه لټوي، عقلي او عاطفي ځواکونه یې پر هوس ځواکمن وي هغه ته کریم ځوان او هغه ملاله پېغله چې د هوسپالو ځوانانو په تشو ژمنو او درواغژنو پلمو نه غولیږي کریمه پېغله ګڼل کېږي، همدغسې ځوان او پېغلې ته موږ د قرآن په رڼا کې کریم ځوان او کریمه پېغله یا کريمه مېرمنه ویلای شو او د قرآن کریم ستره موخه همدا ده چې انسان داسې سپېڅلی او شاهینانه وروزي چې د هوسپالو په لومه کې ونه نښلي او دا پر اسلامي دولت د نوي نسل حق دی چې کرامت خوندي کوونکی اجتماعي او اقتصادي جوړښتونه تضمین او رامنځته کړي.



[1] . یوسف: ۳۱.                                                                                                                                                     


No comments:

Post a Comment