۷. کریمه کورنۍ


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

۷.           کریمه کورنۍ

څومره چې په يوه ټولنه او هېواد کې کورنی نظام دروند او کریم وي، یعنې پر ځان بسیا او د متقابل احترام عملي اومنتج انځور وي، ماشوم له لورنې، مینې او نازونې مشران له درنښت او احترامه برخمن وي، هومره د ژوندانه په ډګرونو کې تر نورو ولسونو پرمختللي او ویاړلي وي.

د کورني نظام محور باید کرامت وي، رسول الله صلی الله علیه وسلم پلرونو او میندو ته وايي: عَنْ أَنَس بْنَ مَالِك عَنْ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- أَنَّهُ قَالَ « أَكْرِمُوا أَوْلاَدَكُمْ وَأَحْسِنُوا أَدَبَهُمْ ». [1] ( له انس بن مالک نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: « خپل اولادونه په درناوي ونازوئ او ادب يې ښایسته کړئ).

د ماشوم اکرام دا دی چې د ماشوم د عقل، روح او جسم لپاره ګټوره او متوازنه خواړه برابره کړې، له نطفې نه تر یوویشت کلنۍ پورې خپلې ګټورې لارښوونې ورسره شریکې کړې، عزت النفس يې وپالې، مینه ورته ورکړې، کله چې د نطفې په توګه ستا په وجود کې وي له شراب او مخدره موادو نه ځان وساتې کله چې د مور په بطن کې وي، مور ته ګټوره غذا، مناسبه دوا، خوښمن ژوند او مینه بښاند چاپېریال ورته جوړ کړې، کله چې د مور غېږې ته راشي دوه کاله پوره شېدې، مینه، لوبه او تر ۲۱ کلنۍ پورې په روزنه کې يې پوره او هراړخیزه خواري وکړې، دنیوي او اخروي چارو کره اجراء ته یې چمتو کړه.

بیا اولادونو ته الله تعالی وايي: « وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِنْدَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلَاهُمَا فَلَا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا (٢٣) وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُلْ رَبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا (٢٤) ».[2]

( او ستا رب داسې پريكړه كړې چې له هغه پرته د بل چا عبادت مه كوئ. له مور او پلار سره احسان وكړئ. كه يو یې یا دواړه درسره زاړه شي، نو اُف هومره هم ورته مه وایئ، مه یې رټئ او کریمانه خبرې ورسره وکړئ، د ذل ت هغه وزرې ورته ښکته کړئ چې له رحمه سرچینه آخیستې وي او دا وایه چې: ای پالونکیه! لکه څنګه چې یې پاللی یم همغسې رحم پرې وکړه).

 د ژوند درانه بارونه ستومانوونکي دي، د دماغ نیورونونه او بدن هورمونونه اغېزمنوي او کمزوري کوي، دا مهال انسان د کشرانو لخوا درناوي ته ډېره اړتیا لري، نو اسلام دواړه لوري د کرامت پولي ته ځیرمنوي چې مات يې نکړي.



[1] . القزويني ، ابن ماجة أبو عبد الله محمد بن يزيد القزويني ، وماجة اسم أبيه يزيد، سنن ابن ماجه، ج 11ص 209.

[2] . يوسف :3-24.


No comments:

Post a Comment