۶. په موخه، عمل، وینا او نتیجه کې کرامت


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

۶.    په موخه، عمل، وینا او نتیجه کې کرامت

پورته مو وکاته چې قرآن د کریم ذات لخوا، د کریم ملائک په واسطه، کریم پېغمبر ته، په کریمانه بڼه، د کریمو اصحابو په منځ کې د کریمې ټولنې او کریمو انسانانو د ایجاد لپاره کریم قرآن نازل کړی دی.

د رښتینو مسلمانانو دنده دا ده چې د قرآن کریم له لارې باید د بشري پرګنو جسمونه، عقلونه، روحونه، موخې، ویناوې، کړنې، اړيکې، خوراک، څښاک، پوښاک، کور، سیاست، اقتصاد، روغتیا، ټولنه... ټول باید کریمانه وي، انسانان، ژوي او نباتات پکې د درنښت ژوند ولري.

ما چې د اسلام مبارک دین ولوست دې نتيجې ته ورسېدم چې تر هغه یو انسان هم سپک ژوند ولري مسلمان الله ته ژمن دی چې ورته رسیدګي وکړي او د ستونزو په رژولو کې ورسره مرسته وکړي.

مسلمانان په حقیقت کې د بشري پرګنو د ژوند، مال، روغتیا، حیثیت، پرمختیا او بریالیتوب رضاکاره خدمتګاران دي، دوی ته قرآن په همدې یوې ځانګړنې سره «اخرجت للناس» خیر امت، تر امتونو غوره امت ویلی، ځکه چې تر انسانپالنې غوره کار د زمکې پر مخ نشته.

امام مجاهد وايي:« چې تاسو په دې شرط غوره یاست چې د آیت شرطونه
پوره کړئ»
[1].

امام الوسي رحمه الله د دې آیت په اړه داسې وايي: «يا أيها الناس من سره أن يكون من تلكم الأمة فليؤد شرط الله تعالى منها».[2] (اي خلكو! كه په دې خوشحالېږئ چې په غوره امت کې راشئ نو د الله شرط پوره کړئ [ خلک د ژوند په ټولو ډګرونو کې پر ښېګڼو امر او له بدیو یې منع کړئ] ).

نو د الله تعالی شرط پر نېکیو خلکو ته امر او له بدیو یې منع کول دي، چې دا د ژوندانه په ټولو ډګرونو کې لکه: عقیده، عبادت، سیاست، اداره، اقتصاد، صنعت، واردات، صادرات، طبابت، ښوونه، روزنه، ټولنه، حقوق، څېړنه، اخلاق، کرنه، امنیت، جګړه، طبیعیت او د ژوندانه په ټولو ډګرونو کې، چې د حکم مرتبه او د دې ډګرونو تر منځ به توازن او ارزښت په پام کې نیسي.

امام الوسي وايي: « فلو لم يرد الإيمان بجميع ما يجب الإيمان به لم يكن مدحا»[3]. ( که پر ټولو هغو ایمان راوړل نه وای مراد چې ایمان راوړل پرې فرض دي د ستاینې وړ به نه وای).

نو معلومه شوه چې د ژوندانه ټولې برخې باید د اسلام په رڼا روښانه شي، مثلا که چاته وایو لمونځ وکړه او حلالو خوړو ته یې ځير نه کړو ؛ نو د حرامخور لمونځ کله قبلیږي؟ او که ورته وايو حلال وخوره ؛ خو کار، صنعت، زراعت او تجارت ته یې و نه هڅوو او په دې ډګرونو کې ورته آسانتیاوې برابرې او په دې اړه روزنه ورته نه ورکوو، حلال به له کومه کړي؟ پخوانیو مفسرینو دنیا له اخرته او اخرت یې له دنیا، نه جلا کاوه، د ژوندانه هر ډګر د رسول الله په سنتو او قرآن کریم کې خپل ارزښت او خپل درنښت درلود او لري.

موږ هم باید د بشري پرګنو د ژغورنې لپاره د خیر او ښېګڼو په پورته ډګرونو کې باید هر اړخیزه، متوازنه او د حکم د مرتبې له پلوه د اولویت بندۍ په پامنیوي سره باید نړېپاله طرح جوړه او په منتجه بڼه تطبیق ته يې وړاندې کړو.



[1] . القنوجي، أبو الطيب محمد صديق خان بن حسن بن علي ابن لطف الله الحسيني البخاري القِنَّوجي، فتح البيان في مقاصد القرآن ، ج10 ، ص ۵۱۶.

[2] . الألوسي, محمود شکري ، البغدادي شهاب الدین ، روح المعاني في تفسیر القران الکریم والسبع المثاني ، ج 2 ص 244.

[3] . الألوسي, محمود شکري ، البغدادي شهاب الدین ، روح المعاني في تفسیر القران الکریم والسبع المثاني ج2 ص 244.


No comments:

Post a Comment