لیکوال:محمدناصر حلیمي
الله
تعالی بني آدم د عقل، روح او جسم له پلوه کريم پيدا کړ، د عقل جسم او روح د متوازنې ودې مخه ورته هواره کړه او څومره
چې بشري ټولنه د عقل او روح له
پلوه ډېره وده کوي هومره يې وګړي او ټولنې د کمال او جمال لوړو او کريمانه مقامونو
ته رسېږي.
«وَلَقَدْ
كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ ».[1]
(او بني
آدم مو عزتمن کړ، په زمکه او سیند کې مو حمل کړو د حمل وسايل مو ورته پیدا کړل).
مؤمن چې
قرآن کریم لولي او ايمان پرې لري، باید کريم وي او ددی کرامت د ساتنې لپاره بايد
د ځمکې له اوبو، خاوری، هوا... څخه د انسان په ګټه بايد کره او منتج کار واخستل شي.
په قرآن کریم کې هره کلمه درنښت لري، منونکي وياړمنوي او
ټولنې ته افتخار بښي او هره لارښوونه یې ویاړلی پیغام لري. لوستونکى او عمل کوونکى
يې له هېڅ ډول ذلت، رسوايۍ، ناکامۍ او بدبختۍ سره نه مخ کېږي، خو که انسان پر
ټول قرآن کریم عمل وکړي، که پر يوه يا نيمه برخه عمل کوي او نور پرېږدي، د ذلت
کندې ته ورغورځي. الله تعالی هغه قومونه ذليلوي او سپکوي، چې د قرآن کریم يوه برخه
عملي کوي او بله پرېږدي.
الله
تعالی فرمایي: «أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ ».[2]
(ایا د دې
کتاب پر ځینو برخو ایمان راوړي؟).
قرآن کریم ټول کريمانه دریځ، درانه اخلاق، منسجمه ټولنه، عاقلانه سياست، اقتصاد ثبات، لورنده کورنۍ او وړتیا پنځوونکی تعليم.. يې ستایلي او کرغېړنې چارې ویناوې او
سوچونه يې غندلي دي. څه چې قرآن کریم غندلي دي، د
سليمو فطرتونو خاوندان يې هم غندي. امانتکار، پاکلمنه رښتینى او خير غواړى په هر دين کې کريم او دروند
ګڼل کېږي. خاین، بدلمنه، دروغجن او بد
خويه انسان په هر دين او هر اېزم کې رټلى او سپک دی.
برتانوي فیلسوف برناردشاو د اسلام د عظمت، بقاء
او پرمختګ په اړه وایي: «د محمدﷺ دین د ډېرې ستاینې وړ دی، ځکه دا دین حیرانوونکى
او یواځینى دین دی، چې د ژوند د هر اړخ د رانغاړلو توان لري. محمدﷺد انسانيت
ژغورونکی دى. که ده ته د نړۍ واګی په لاس ورشي، د نړۍ د ستونزو په هوارولو کې بریالی کېږي».

No comments:
Post a Comment