لیکوال:محمدناصر حلیمي
هغه کريم
قرآن چې لوستل، پوهېدل، عملي کول او نتائج ورباندې تر لاسول، انسان د کمال او جمال له پلوه په دنیا او آخرت کې لوړو پړاونو
او هسکو منزلونو ته رسوي. د قرآن هر حرکت، هر توری، هره کلمه، هره جمله او هر آيت په
انسان کې د کرامت احساس او ارمان پياوړی کوي، کريمانه وګړيزاو ټولنيز ژوند ته يې چمتو کوي. کريمانه وګړي، کريمانه کورنۍ، کريمانه ټولنه، کريمانه
حکومت او کريمانه تعاملات... ورباندې جوړوي.
«وَإِنَّهُ
لَقَسَمٌ لَوْ تَعْلَمُونَ عَظِيمٌ (٧٦) إِنَّهُ لَقُرْاٰنٌ كَرِيمٌ (٧٧) فِي
كِتَابٍ مَكْنُونٍ (٧٨) لَا يَمَسُّهُ إِلَّا الْمُطَهَّرُونَ (٧٩) تَنْزِيلٌ مِنْ
رَبِّ الْعَالَمِينَ (٨٠) أَفَبِهَذَا الْحَدِيثِ أَنْتُمْ مُدْهِنُونَ».[1]
(كه وپوهېږئ، نو دا ډېر لوى قسم دى، چې بېشكه دا يو لوړ مقامي قرآن کریم دى، په يو محفوظ
كتاب كې ثبت، چې له پاكانو پرته يې څوک نشي مسه كولاى
(نه دې مسه كوي مګر پاكان دا رب العٰلمين نازل كړی دى. نو ايا له داسې ارزښتناکو خبرو سره بې پروایي كوئ)؟

No comments:
Post a Comment