لیکوال:محمدناصر حلیمي
هغه کريم پېغمبر
چې له نطفې نه يې تر وفات پورې کرامت بښونکی او کريمانه ژوند وکړ، له دوست او دښمن،
له خپل او پردي، له مسافر او ګاونډي، له پلورونکي او پېردونکي له کشر او مشر، له نارينه او ښځينه، له
شتمن او نستمن، له ازاد او مريي، له ظالم او مظلوم سره
کريمانه تعامل، کريمانه چلن او کريمانه ژوند کړی.
«إِنَّهُ
لَقَوْلُ رَسُولٍ كَرِيمٍ (٤٠) وَمَا هُوَ بِقَوْلِ شَاعِرٍ قَلِيلًا مَا
تُؤْمِنُونَ».[1]
( دا د یو عزتمن پېغمبر
وینا ده، چې د الله لخوا یې راوړې ده، د
كوم شاعر وينا نه ده، تاسې بيخي لږ (كسان) ايمان راوړئ).

No comments:
Post a Comment