لیکوال:محمدناصر حلیمي
۲. د کريم جبرائيل په واسطه
«إِنَّهُ لَقَوْلُ رَسُولٍ كَرِيمٍ (١٩) ذِي
قُوَّةٍ عِنْدَ ذِي الْعَرْشِ مَكِينٍ (٢٠) مُطَاعٍ ثَمَّ أَمِينٍ».[1]
(دا په واقعیت كې د يو عزتمن استازي وينا ده، چې د
ډېرځواکمن او عرش څښتن ته لوړه مرتبه لري. د هغه حكم منل كېږي، هلته هغه د ډاډ وړ
دى).
داسې کريمه
ملائکه چې امانت يې هېڅ ضایع نه کړ، کمی او زياتی يې پکې ونه کړ، د دين په استفاده
خپل ځان تر نورو لوی ونه ګاڼه، خپل عبادت ته يې څوک اړ نه کړ، الهي نعمتونه يې د
نعمت د څښتن لپاره د همغه په امر هو به هو په کره او پوره بڼه استعمال کړل.

No comments:
Post a Comment