د قرآن پر سبک خبرې اترې


لیکوال:محمدناصر حلیمي

۳۱.      د قرآن پر سبک خبرې اترې

انسان چې څومره د قرآن پر معیارونو سمې خبرې کولای شي او کوي، هومره قرآني اصولو سره په عمل، وینا او فکر کې برابر وي. خبرې یا د کار لپاره برنامه وي، یا د تېروتنو د سمون لپاره ارزونه وي او یا نورو ته د پند او روزنې په موخه او راتلونکیو ګټورو تصامیمو لپاره عالمانه مناقشه، حقپاله مباحثه او ګټوره طرح وي.

همدا لامل دی، چې له مخالفو اديانو سره اسلام موږ ته د حُسن (ډېر ښکلې) مناقشې، استدلال او غږېدلو امر کوي، له ستغو اوامرو، سپکو تصاميمو او سپورو ویناوو څخه منع کوي.

متاسفانه، موږ پخپلو مذهبي او ګوندي ناندریو کې انساني آداب او قرآني طرز نشو عملي کولای، له نورو ادیانو سره به یې څنګه مراعات کړای شو.

په اسلام کې دننه د مذاهبو ترمنځ په سلګونو ګډ ټکي شته، چې که دوی یو له بل سره همکاري وکړي او اختلافي موضوع ګانو حل ته عالمانه کړنلار، کریمانه تګلار څیړنیز او روزنیز حل پیدا کړي، اسلامي امت د دې آیتونو د تطبیق وړتیا موندلای او د ژوند په عملي ډګرونو کې يې عملي ننداره کولای شي ؛ خو متاسفانه چې د ناندرېمارۍ له امله د لاندې آیتونو د تطبیق وړتیا الله تعالی له ډېرو نه اخیستې ده، لاندې آیتونه د حقونو او وجايبو پر بنسټ د مسلمانانو د وګړيز او ټولنیز ژوند انځور دی، که د دې آیت په رڼا کې ځان ارزونه وکړو، ښايي ډېر خجالته شو: «كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَوْ اٰمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْرًا لَهُمْ مِنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ (١١٠) لَنْ يَضُرُّوكُمْ إِلَّا أَذًى وَإِنْ يُقَاتِلُوكُمْ يُوَلُّوكُمُ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنْصَرُونَ (١١١) ضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ أَيْنَ مَا ثُقِفُوا إِلَّا بِحَبْلٍ مِنَ الله وَحَبْلٍ مِنَ النَّاسِ وَبَاءُوا بِغَضَبٍ مِنَ الله وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الْمَسْكَنَةُ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانُوا يَكْفُرُونَ بِاٰيَاتِ الله وَيَقْتُلُونَ الْأَنْبِيَآءَ بِغَيْرِ حَقٍّ ذَلِكَ بِمَا عَصَوْا وَكَانُوا يَعْتَدُونَ (١١٢) لَيْسُوا سَوَاءً مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ أُمَّةٌ قَائِمَةٌ يَتْلُونَ اٰيَاتِ الله اٰنَآءَ اللَّيْلِ وَهُمْ يَسْجُدُونَ (١١٣) يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْاٰخِرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَأُولَئِكَ مِنَ الصَّالِحِينَ (١١٤) وَمَا يَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ فَلَنْ يُكْفَرُوهُ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِالْمُتَّقِينَ».[1]

(اوس په نړۍ كې هغه غوره ډله تاسې ياست، چې د انسانانو د لارښوونې او اصلاح لپاره منځته راوستل شوې، تاسې د نيكۍ امر كوئ او له بديو منع، پر الله تعالی ايمان لرئ، كه دغو كتابيانو ايمان راوړى واى؛ نو د دوى لپاره غوره وه، كه څه هم په هغو كې ځينې د ايمان خاوندان شته؛ خو د دوى زياتره كسان له فرمان څخه سرغړوونكي دي. دوى تاسې ته هېڅ ورانى نشي دراړولاى ايله بيله دومره كولای شي چې تنګ مو كړي، كه دوى له تاسې سره وجنګېږي، نو په مقابله كې به شا درواړوي، بيا به داسې بېوسې وي چې له هېڅ لوري به مرسته ورته ونه رسېږي، دوى چې هر چېرته وميندل شي ؛ نو ذلت به پرې مسلط وي، كه د الله تعالی په وړاندې يا د انسانانو ترڅنګ پناه واخلي دا بېله خبره ده، دوى د الله تعالی په قهر اخته شوي دي، دوی به تل اړ او مغلوبه به وي له دې امله چې دوى د الله تعالی له آيتونو څخه منكرېدل او پېغمبران يې په ناحقه وژل، دا یې د سرغړونې او تېرېو عاقبت دى، خو ټول اهل كتاب يو شان نه دي، په هغو كې ځينې داسې هم دي چې پر سمه لار روان دي، د شپې له مخې د الله تعالی آيتونه لولي او هغه ته په سجده پرېوځي، پر الله تعالی او د اخرت په ورځ ايمان لري، پر نيكيو امر او له بدیو نه منع كوي او د ښېګڼې په چارو كې په چټكۍ بوختېږي او دوى صالحان دي، دوى چې هر څه نېكي وكړي د هغې بې قدري به ونشي، الله تعالی له ګناهونو ځان ژغورونکي ډېر ښه پېژني.)

متأسفانه زموږ په ټولنه کې د خپلو لوړو استعدادونو او هسکو ارمانونو دعوه ګر خلک پېژنم چې ځان د قرآن کریم د علم پاخه او درانه استادان ګڼي، خو په خبرو اترو کې له مسلمان سره قرآني اصول او نبوي آداب نشي مراعتولاى، د استدلال بڼه یې د کنځلمارو سټو او ناندرېمارو مخکښانو غوندې وي.

استادان او علماء باید ځان دومره اصلاح کړي، چې د ټولنې لپاره د تقلید مرجع وګرځي. په مذهبي ناندریو کې مسلمان ته د مسلمان له لوري، ځېنې داسې خبرې په داسې ستغه او سپوره بڼه اورم، چې د اسلام له مخالفانو يې هم تمه نه کېږي.

«وَلَا تُجَادِلُوا أَهْلَ الْكِتَابِ إِلَّا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِلَّا الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْهُمْ وَقُولُوا اٰمَنَّا بِالَّذِي أُنْزِلَ إِلَيْنَا وَأُنْزِلَ إِلَيْكُمْ وَإِلَهُنَا وَإِلَهُكُمْ وَاحِدٌ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ».[2]

(له اهل كتابو سره بحث مه كوئ، مګر په غوره ډول، پرته له هغو خلكو چې ظالمان وي او هغوی ته ووايئ چې موږ پر هغه رالېږل شوي كتاب ايمان راوړی او پر هغه كتاب هم چې تاسې ته رالېږل شوى و. زموږ رب او ستاسې رب یواځې يو دى او موږ هماغه ذات ته غاړه اېښودونکي يو).



[1]. آل عمران: 110 –115.

[2]. الانبياء: ٤٦.


No comments:

Post a Comment