د ازادۍ او عزتمندۍ حس


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

۳۲.      د ازادۍ او عزتمندۍ حس

د دې کتاب پيغامونه د الهي حکمت، عزت او ستاینې بېلګې دي او دا وړتیا په انسان کې پیاوړې کوي، چې وګړي او ټولنه د علم په ګاڼه ښایسته، عزتمنه او د ستاینې وړ کړي.

د حقپالنې پر ځواک باطل نسکور، ظالمانه طرحې نسکورې کړي. دا په هغه صورت کې چې د قرآن کریم زده کوونکي په حکیمانه تدریسـي سیستم، عزتمن تدریسي ارګان او په ستایلي چلن او روښانه فکر وروزل شي. د قرآن لوستونکي باید د ازادۍ پر احساس زړور، پیاوړي او مېړني روزل شوي وي، د ذلت په قمچینو نه وي ځپل شوي.

دا عزیز کتاب دی، عزیز انسانان پرې پوهېدلای او هضمولای يې شي، ذلیل او مريان خلک يې نه هضمولای او نه پرې پوهېداى شي، تر هغه چې د ذلت او کبر له خيرو زړه ونه وينځي.

اقبال رحمه الله څومره ښه وایي:

از غلامي لذت ایمان مجو      ګر چه باشد حافظ قرآن مجو[1]

***

له مرییتوب خوند د ایمان مه غواړه     که وي حافظ هم د قرآن، مه غواړه

رښتینی قرآن کریم لوستی هغه دی چې د قرآن کریم عملي انځور وي په دې اړه وايي:

انسان كے قیمت ترازو مے نه تولو            قاری نظر اتا هے حقیقت مے هے قرآن [2]

***

د انسان وزن په تله تاله نشي     قاري سړي ته ښکاري، چې پخپله دی قرآن

داچې په انساني ټولنه کې قرآني موخې نه ترلاسه کېږي، ټولې ديني څانګې او ارګانونه د قرآني ټولنې په جوړولو کې پاتې راغلل، د اسلام دردمن او محقق عالمان باید دنيوي او اخروي علومو نصاب، تدریسي او اداري تشکیل د نېمګړتياوو د جبران لپاره په عالمانه تدبیر، مسلکي طرح، عاقلانه تصمیم او هوډمن فعالیت لاس پورې کړي؛ ځکه چې دا کتاب ټول بـشريت ته راغلی، که قرآن کریم عملي نشـي ټول بشـريت زیانمنیږي.

د اسلامي مدرسو د نصاب په اړه باید د ړندې او تقلیدي مینې له مخه قضاوت ونه کړو، داسې بدلون پکې راوستل شي، چې د مدارسو فارغان د لوړو انساني خصلتونو او ژوند چارو سرلاري او اتلان وي.

د دوی په موجودیت کې باید ټولنه د فقر، رنځ، نفاق، ظلم، خیانت او له ټولو بدمرغیو څخه پاکه شي.

«إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِالذِّكْرِ لَمَّا جَآءَهُمْ وَإِنَّهُ لَكِتَابٌ عَزِيزٌ (٤١) لَا يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِ تَنْزِيلٌ مِنْ حَكِيمٍ حَمِيدٍ (٤٢) مَا يُقَالُ لَكَ إِلَّا مَا قَدْ قِيلَ لِلرُّسُلِ مِنْ قَبْلِكَ إِنَّ رَبَّكَ لَذُو مَغْفِرَةٍ وَذُو عِقَابٍ أَلِيمٍ (٤۳)».[3]

(هغه كسان (له موږ نه پټ نه دي) چې كله پند ورته راغى، نو له منلو يې انكار وكړ، یقیناً دا يو پياوړى كتاب دى، باطل نه مخامخ پرې راتلاى شي نه د شالخوا، د حكیم او ستايلي ذات لخوا نازل شوى كتاب دى).


[1]. ګنجور ، سیاسات حاضره ، پس جه باید کرد https://ganjoor. net/iqbal/pas-che-bayad-kard/sh11/.

[2]. کشاف الالفاظ اقبال (اردو) ، مرد مسلمان. Concordance of aqbal ، s Poetry.

[3]. فصلت: ۴۱ – ۴۳.


No comments:

Post a Comment