لیکوال:محمد ناصر حلیمي
۳۳. د بشري پرګنو د یو والي حس
هغه انسانان چې په
توکمیزو او ګوندي رنځونو رنځور نه وي دوی هم له قرآن نه ډېره هسکه ګټه اخستلای شي،
قرآن د بشر د یو موټي کولو او متحدولو راز او د دوی د چارو د سمبالنې او همغږۍ اساس دی، که
مخالفتونه وي، لامل به يې دا وي چې د قرآن کریم علم نه دی عام شوی یا شخصـي نظریات
پکې ننوتي او يا دا چې
قرآني موخې د مغرضینو تر اغېز لاندې راغلي دي.
که خلک بيا هم مخالف
وو، نو لامل يې د دیني علماوو ذاتي بدبیني، رخه، کرکه او نفاق دی، چې د قرآن کریم د
حقوقي غوښتنو په پوره کولو کې يې پاتې راوستي دي، دوې د تعصب لپاره تعصب ته لمن
وهي له کاره تښتي، چې کاري عیب او علمي نيمګړتياوې یې پټې پاتې شي.
قرآن بشري پرګني پر
ګټورو موخو او ثابتو روزنيزو تګلارو سره يو کوي او د بشر د تس نس کولو کتاب
نه دی. هغه عالم چې د قرآن
کریم له لارې خلک مخالفتونو ته او مسلمان نزاع لمسوي، غرضي او مرضي عالم دی، چې پخپله درملنې ته اړ دى.
ای رنځوره!
چې ته نور درملوې
خپل ځان ولې هېروې
آنکس که نداند و نداند که نداند ر
جهل مرکب ابد الد هر بماند
تعصب ته لمن وهوونکي
او اختلاف پاروونکي پوهان چې وسپړل شي، ویناوې یې د عوامو په آند عالمانه برېښي؛ خو اهداف، کړنې او انګېرنې یې د
عقل په تله ځکه ټولې جاهلانه او د ټولنې په ضرر دي چې له ضده او جهالته سرچينه اخلي.
قرآن کريم کې الله تعالی وايي: «وَمَا
تَفَرَّقُوا إِلَّا مِنْ بَعْدِ مَا جَآءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ
وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَبِّكَ إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى لَقُضِيَ
بَيْنَهُمْ وَإِنَّ الَّذِينَ أُورِثُوا الْكِتَابَ مِنْ بَعْدِهِمْ لَفِي شَكٍّ
مِنْهُ مُرِيبٍ (١٤) فَلِذَلِكَ فَادْعُ وَاسْتَقِمْ كَمَا
أُمِرْتَ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَآءَهُمْ وَقُلْ اٰمَنْتُ بِمَا أَنْزَلَ الله مِنْ
كِتَابٍ وَأُمِرْتُ لِأَعْدِلَ بَيْنَكُمُ الله رَبُّنَا وَرَبُّكُمْ لَنَا
أَعْمَالُنَا وَلَكُمْ أَعْمَالُكُمْ لَا حُجَّةَ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ الله يَجْمَعُ
بَيْنَنَا وَإِلَيْهِ الْمَصِيرُ (١٥) وَالَّذِينَ يُحَاجُّونَ
فِي الله مِنْ بَعْدِ مَا اسْتُجِيبَ لَهُ حُجَّتُهُمْ دَاحِضَةٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ
وَعَلَيْهِمْ غَضَبٌ وَلَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ (١٦) الله الَّذِي
أَنْزَلَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ وَالْمِيزَانَ وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّ السَّاعَةَ
قَرِيبٌ».[1]
(په خلكو كې چې كومه تفرقه
راغله هغو ته د علم تر راتګ وروسته راغله، فقط
کله چې پوهـ شول، سره ددی لپاره جلا شول چې هغوى پخپل منځ كې يو پر
بل تېرى كول غوښتل. كه ستا رب د مخه دا نه واى ويلي چې تر يوې ټاكلې نېټې پورې دې (د
مجازاتو) فيصله وځنډول شي، نو د دوی ترمنځ پريكړه به صادره شوې واى. له
پخوانیو نه وروسته چې كوم كسان د كتاب وارثان وګرځول شول، هغوى د هغه (قرآن کریم)
له پلوه په لوى اندېښناک شک كې غورځېدلي دي نو اى پېغمبره! همدې ته بلنه
كوه او د درته شوي حكم له
مخې پر هغه كلک او
ولاړ اوسه او د دوی په غوښتنو پسې مه ګرځه او ورته ووايه چې: (الله
تعالی چې هر كتاب نازل كړى دى، ما پرې ايمان راوړى).
ماته امر شوى دى چې زه ستاسې په منځ كې عدل وكړم. همغه الله
تعالی زموږ رب هم دى او ستاسې رب هم. زموږ عملونه زموږ لپاره دي او ستاسې عملونه
ستاسې لپاره دي.
زموږ
او ستاسې په منځ كې كومه جګړه نشته، الله تعالی به يوه ورځ موږ ټول را غونډ كړي او د هماغه لوري ته د
ټولو ورتګ دى. هغه کسان چې د الله تعالی په دين کې د دلیل تر منلو وروسته جګړې
كوي، له هغه وروسته چې دلیل يې منل شوی و، د هغو د رب په نزد باطل دی او پر هغو غضب او سخت عذاب دى. همغه الله تعالی چې په حقه یې دا
كتاب د زړه له تله نازل كړی دی. ته څه خبر يې که د فيصلې ساعت رانږدې شوى وي).
موږ
پنځه وخته لمانځه کې وايو، يا الله ((مغضوب علیهم)) کی سوله راوله، تفرق او اختلاف
پارونکي موضوب علیهم دي.

No comments:
Post a Comment