حقپال او واقعيتپال شخصیتونه


لیکوال:محمدناصر حلیمي

۳۴.      حقپال او واقعيتپال شخصیتونه

قرآن کریم بشـريت د حقوقو او واقعيتونو لوري ته هڅوي، د بشـريت د ټولو نېکمرغیو لنډه، پخه او نېغه لار ورښيي، د بشریت ترڅنګ، پېریانو نباتاتو او حيواناتو ته هم د حقپالنې پخه او ګټوره لار ده. ویلای شو چې انسان څومره حقپال او حقیقتپال وي هومره يې عقل او عاطفه د قرآني لارښوونو پاکه دریڅه وي.

الله تعالی وایي: «قَالُوا يَا قَوْمَنَا إِنَّا سَمِعْنَا كِتَابًا أُنْزِلَ مِنْ بَعْدِ مُوسَى مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ وَإِلَى طَرِيقٍ مُسْتَقِيمٍ».[1]

(پېريانو خپل قوم ته وويل: اى زموږ قومه! موږ يو كتاب اورېدلى دى، چې له موسى علیه السلام نه وروسته نازل شوى دى، د مخکنیو کتابونو تصديقونكى دى، حقې او سمې لارې ته لارښوونه كوي).

د پورته آيت په رڼا کې د قرآنپوه وجائب په لاندې ډول دي

۱. قرآنپوه باید د ورورۍ بېلګه وي او د خپل عمل طرحې او ګډو موخو له لارې خلکو کې ورورګلوي رامنځته کړي.

۲. قرآنپوه لوراند، عزتمن او هوښیار حقپال وي، نور خلک په لورنه، عزتمنه او عاقلانه بڼه حقپال کړي.

۳. ځان او ملګری په جسمي، عقلی او رواني استقامت او ځواکمنتیاو روزي.

۴. د نفس ناوړو غوښتنو مخنیوى او کابو کړل.

۵. پر الله تعالی پوره باور.

۶. اجتماعي عدالت او ټولنیز انډول ساتنې او پالنی ته وده ورکړي.

۷. پر نېکو اعمالو د ټولنې بساینه.

۸. د حق غلبه او برلاسي.

۹. د ژوند په هره برخه کې ټولنیز آنډول ته د بشر چمتو کول.


[1]. الاحقاف: ۳۰.


No comments:

Post a Comment