وېرول او زېری ورکول


 لیکوال:محمد ناصر حلیمي

۳۵.      وېرول او زېری ورکول

هغه ټولنه چې ظالمان او مجرمان پکې ډارول کېږي، کمزورو او سپېڅلیو ته ډاډ ورکول کېږي، قرآني موخې پکې زر وده کوي او په بنسټیزه توګه قرآن د خلکو په عملي ژوند کې خپلې ژوندۍ پلوشې خوروي، قرآن ظالمان او بدعملان وېروي، عادلانواو نېکانو ته د پرمختګونو، بریاوو او خلاصون زېری ورکوي: «وَمِنْ قَبْلِهِ كِتَابُ مُوسَى إِمَامًا وَرَحْمَةً وَهَذَا كِتَابٌ مُصَدِّقٌ لِسَانًا عَرَبِيًّا لِيُنْذِرَ الَّذِينَ ظَلَمُوا وَبُشْرَى لِلْمُحْسِنِينَ».[1]

 (له دې نه مخكې د موسى علیه السلام كتاب د لارښود او رحمت په توګه راغلى و او په عربي ژبه د هغه تصديقونكى دى، د دې لپاره چې ظالمان ووېروي او نېکانو ته زېرى وركړي).

په قرآني ټولنه او کورنۍ کې د مجازات او مکافات تله حاکمه وي، ظالم او خائن په کې ډارن، او صالح او مصلح په کې زړور او سرلوړی وي.



[1]. الاحقاب: ١٢.


No comments:

Post a Comment