د کرامت، پاکۍ او روزنې تلوسه


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

۳۶.      د کرامت، پاکۍ او روزنې تلوسه

هغه انسان او ټولنې سره چې د کرامت، پاکۍ او روزنې تلوسه موجوده وي، د دوی نسلونه قرآني شخصیتونه او د دوی ټولنې د قرآني احکامو د تطبیق نندارتونونه وي.

قرآن کریم په انساني ټولنه کې د درنښت، پاکۍ او روزنې سرچينې رامنځته کوي، ټولنو او وګړو ته درنښت، پاکي او پرمختګ بښي، د نېکانو له لارې ټولنې او د سپېڅلي ټولنیز جوړښت له لارې وګړي د درنښت، خوښۍ او سوکالۍ لوړو پړاوونو ته رسوي.

که د قرآن کریم له موجودیت سره کومه ټولنه له درناوي، پاکۍ او روزنې بې برخې وه، پړه يې پر درسي نصاب، تدریسي بهیر، بې کرامته، ناپاکه او بې کفايته تشکیلاتي ډله ده.

«إِنَّهُ لَقُرْاٰنٌ كَرِيمٌ (٧٧) فِي كِتَابٍ مَكْنُونٍ (٧٨) لَا يَمَسُّهُ إِلَّا الْمُطَهَّرُونَ (٧٩) تَنْزِيلٌ مِنْ رَبِّ الْعَالَمِينَ(٨٠)».[1]

(بېشكه دا يو عزتمن قرآن دى، په يوه محفوظ كتاب كې ثبت دی، بې له پاکانو دې څوک لاس نه ور وړي دا (کتاب) رب العلمين نازل کړی دی).

«لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنْزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ وَأَنْزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ الله مَنْ يَنْصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ الله قَوِيٌّ عَزِيزٌ».[2]

(موږ خپل پېغمبران له څرګندو دلایلو سره ولېږل، كتاب او تله مو ورسره ورکړه، چې خلک پر عدل ولاړ وي او اوسپنه مو را كوزه كړه، چې په هغې كې ډېر جنګ او د خلكو لپاره ګټې دي، د دې لپاره چې الله تعالی معلومه كړي، چې څوك په غیبو د هغه د دین او پېغمبرانو مرسته كوي. بېشكه الله تعالی ډېر قوي او برلاسی دى).



[1]. الواقعه:۷۷-۸۰.

[2]. الحدید: ٢٥.


No comments:

Post a Comment