هسکې او هدفمنې موخې


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

۳۷.       هسکې او هدفمنې موخې

د خلکو د ذهني او جسمي ودی او چارو سره په تړاو بايد درسی قرانپوهان وروزو:

۱. عالمانه، هدفمن، عالي، سپېڅلو او اسمانڅکو اهدافو ته رسونکی قرآنپوه شي.

۲. د خلکو تزکیه، د ښو او لوړو چارو تنده، د مثبتو ټکو پياوړتیا او منفي ټکي اصلاح کول، د لویو چارو د کره پرمخ وړلو ستر شخصیتونو رامنځته کول وي.

۳. د کتاب علم: هغه علم چې حکومتونو ته پرمختیا، بدلون او پاکو وګړو، ټولنو او پرګنو ته د تطبیق ځواکمنه اراده، دقیقه ارزیابي، ټولګټې نتيجه او منتجه لارښوونه وربښي.

۴. دا کتاب د عملي تطبیق وړ او ژمن، پوه قوم ته ګټور جريان دی.

۵. خلک له بېلارۍ څخه ژغوري.

هر چا ته سمه لار ورښيي، لارښوونه يې عامه ده، که له چا د توحید لار ورکه وي، د الله تعالی نومونه، صفات او د الله تعالی د خوښۍ او خپګان لاملونه، پایلې او دودونه يې ورښيي، که له چا د سنتو لار ورکه وي د قرآن کریم د پېغمبري تطبیق دود ورښیي، که له چا د اخلاقو لار ورکه وي، ټولې اخلاقی ښېګڼې ورښیي، که له چا د اقتصادي پرمختیاوو لار ورکه وي، د فقر له منځه وړل او متوازن کاري چاپېریال را منځته کول او د کایناتو د را سپړلو له لارې د اړتیاوو رژول ورښيي، که له چا د باکیفیته تعلیم او تضمین شوي صحي جریان لار ورکه وي، په قرآن کریم کې ښکاره واضح شوې ده که له چا د حقوقو لار ورکه وي او د حقتلفۍ په دنیا کې کړېږي، د حقونو د تأمین او د ظلمونو د مخنیوي لار ورښیي، که له چا د وحدت لار ورکه وي، د بشري پرګنو د عالمانه او عادلانه یووالي لار ورښیي، که له چا استبداد نه د وتلو لار ورکه وي د عادلانه نظام د استحکام له لارې د استبداد د نړولو لار ورښیي. نو قرآن کریم د هدايت یوازینی کتاب دی، چې د کایناتو د رب له لوري د همدې انسان د مادي او معنوي، دنیوي او اخروي بریاوو  لپاره رالېږل شوی دی

No comments:

Post a Comment