لیکوال: محمدناصر حلیمي
څلورم فصل
دریم نوم : التنزیل
په دې فصل کې د قرآن کریم درېیم
نوم تنزیل شنل کيږي، لغوي او صرفی
تحلیل يې شوی چې له فحوی نه یې اصطلاحي معنا را ایستل کېږي، تنزيل راښکته کړى شوى، راکوز شوى، له نزل د
تنزل د ضَرَبَ يَضرِبُ له باب څخه دى، چې لاندې عنوانونو کې يې څېړو. الله تعالى وايي :«وَإِنَّهُ
لَتَنْزِيلُ رَبِّ الْعَالَمِينَ ». [1] ( یقیناً دا قرآن د
رب العلمین لخوا نازل شوی دی).
د تنزیل د لفظ صرفي تحلیل
تنزیل د تفعیل په وزن د معنا له
پلوه لاندې ځانګړتیاوې لري
1. تسلسل لري: قرآن
کریم پرلپسې، د آیتونو، رکوع ګانو، سورتونو او موضوع ګانو ترمنځ داسې علمي، عقلي، منطقي او ادبي تسلسل لري، چې هېڅ
ډول خلل او جعل يې په منځپانګه، محتوی او ادبي جوړښت
کې نه لیدل کېږي او نه
ور ننوځي.
2. «الإِنزال» راښکته کول، عقلي، عاطفي کچې ته راکېيستل.
« لَقَدْ أَنْزَلْنَا إِلَيْكُمْ كِتَابًا
فِيهِ ذِكْرُكُمْ أَفَلَا تَعْقِلُونَ »[2].
(يقيناً موږ داسې کتاب درنازل کړ، چې
تاسو ته پکې یادونه او پند دی، ایا خپل عقل په کار نه آچوئ؟).
3. «المنزَّل» راښکته
کړاى شوى.
(وَهُوَ الَّذِي أَنْزَلَ إِلَيْكُمُ الْكِتَابَ مُفَصَّلًا
وَالَّذِينَ آَتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَعْلَمُونَ أَنَّهُ مُنَزَّلٌ مِنْ رَبِّكَ
بِالْحَقِّ فَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِينَ) [3].
(الله تعالی هغه ذات دی چې شنل شوی
مفصل کتاب یې در نازل کړ، هغوی ته چې مو پخواني کتابونه ورکړي پوهېږي، چې دا کتاب
ستا د رب له لوري نازل شوی دی، ته له شکمنو کېږه مه).
د عَالَمْ د پیداکونکي او روزونکي ذات له لوري د نړۍ او نړېوالو د ملاتړ، ساتنې، روزنې او لارښوونې لپاره استول شوی کتاب دی.
د
کایناتو د مادي او معنوي ودې، پرمختیا او پراختیا د تطبیقي اصولو هغه مجمله او
مفصله ټولګه ده، چې په تطبیق یې هر څه د کمال ګټورې مرحلې او د
جمال مثمر پړاو
ته رسېږي.
قرآن
د انسانيت د کمال لوړې، مثمرې
او سپېڅلې موخې او همدې موخو ته د رسېدو اصول، د روغمن او پرمختیا تضمینوونکي سوله
ايز ژوند معیارونه په نښه او تشریح کوي.
له همدې لارې انسان د عقل، روح، روان، جسم او
اجتماع له پلوه د کمال داسې لوړ پړاو ته رسوي، چې له یوې نړېوالې طرحې سره
باید نړۍ او نړېوالو ته د خیر غوښتنې او خیر رسونې په منتجه بڼه او سپېڅلې موخه
وړاندې شي.
قرآن کریم لکه څنګه چې
«هدی للعلمين»، «رحمة للعلمين» او «ذکر للعلمين» دی، تنزیل من رب
العلمين هم دی.
د مسلمانانو نننۍ دردونکې وضع له دې ځایه
سرچينه اخلي چې دوى د هغه قرآن کریم له لارې د
وګړو او پرګنو موخې کوچنۍ کوي او تګلارې او کړنلارې یې محدودوي چې ښوونيز او روزنيز
جریان يې ټول کائنات رانغاړي.
د خیرغوښتنې احساس يې په ګوند، مذهب
او اېزم محدودوي او تر هغه چې د دغه عالمي کتاب پلویان بېرته د
رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په څېر نړۍ پاله د اجتماعي، سياسي او اقتصادي نړيوالو اصلاحاتو لپاره موخې او نړېوال
تعلیمي او تحصیلي تطبیقي نصاب د عمل په ډګر کې پیدا نه کړي، تردې به لاهم د ذلت ژورو کندو په تل
کې پراته وي.
کاشکې چې زموږ په چم کې په طبیعي
شکل داسې حقپال او نوښتګر قیادتونه را وغوړېږي او وده وکړي چې په طرحو، ویناوو او چارو کې يې بشر څه
چې د ټولې نړۍ خیر او ښېګڼه نغښتې وي؛ ځکه چې قرآن کریم له خپلو پلویانو د نړېوالو
خدمتونو ترسرول او د حقونو اداېنه غواړي.
يوه ښځه تږي سپي ته په اوبو ورکولو جنت ته ځي، بله ښځه تر
مرګه د پیشو د بندي کولو سره دوزخ ته ځي. لاندې روایتونه د ساکښ له حقونو سره په
تړاو په ځیر ولولئ!.
«وَعَنْ ابی هریره رضى
الله عنه، عَنْ رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم قال: «غُفِرَ لِامْرَأَةٍ مُومِسَةٍ، مَرَّتْ بِكَلْبٍ عَلَى رَاس
رَكِيٍّ يَلْهَثُ، قَدْ كَادَ يَقْتُلُهُ الْعَطَشُ، فَنَزَعَتْ خُفَّهَا، فَأَوْثَقَتْهُ
بِخِمَارِهَا، [4]
فَنَزَعَتْ لَهُ مِنْ الْمَاءِ، فَغُفِرَ لَهَا بِذَلِكَ». [5]
(له ابو هریره رضى
الله عنه نه روايت دى، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: يوې بدکارې
ښځې ته په دې بښنه وشوه چې د کوهي پر سر يې يو تږی سپی وليد چې ژبه يې راوتلې وه
نژدې و چې له تندې مړ شي، نو خپله پڼه يې وايسته پخپل ټکري پورې يې وتړله، سپي ته
يې اوبه رواېسته، نو بښنه ورته وشوه).
«عَنْ
أَبِي هُرَيْرَةَ، قَالَ: قُلْنَا: يَا رسول الله أَلَنَا أَجْرٌ فِي
الْبَهَائِمُ؟ قَالَ: «نَعَمْ فِي كُلِّ ذَاتِ كَبِدٍ رَطْبٍ أَجْرٌ». [6]
(له ابی هریره نه روایت دی چې، موږ وویل: ای د الله تعالی رسوله! له څارویو
سره په ښېګڼه اجر راکول کېږي؟ هغه وویل: هو، په هر ساکښ اجر ورکول کېږي).
«وَالشَّاةُ إِنْ رَحِمْتَهَا، رَحِمَكَ
اللَّهُ مَرَّتَيْنِ».[7] (که پر پسه ورحمېدې، الله
درباندې دوه ځلې رحمیږي).
ای کاش دې احادیثو ته په کتو باید
د حیواناتو د حقونو سترې کارنامې مو بشري پرګنو ته وړاندې کړې وای.
[1]. الشعراء: 192.
[2]. الأنبياء: 10.
[3]. الأنعام: 114- 115.
[4]. ټکرى ، لوپټه
، پړونى.
[5]. بخاري ، جعفي
، محمد بن اسمعيل ، الجامع الصحيح ، صحيح البخاري ، ج ص حدیث نمبر: 3321 ، كِتَابُ
بَدْءِ الخَلْقِ ، بَابُ إِذَا وَقَعَ الذُّبَابُ فِي شَرَابِ أَحَدِكُمْ
فَلْيَغْمِسْهُ ، فَإِنَّ فِي إِحْدَى جَنَاحَيْهِ دَاءً وَفِي الأُخْرَى شِفَاءً.
[6]. أبو عوانة
يعقوب بن إسحاق بن إبراهيم النيسابوري الإسفراييني, مسند أبي عوانة للأسفراني ج 3
، ص 368.
[7]. بخاري ، جعفي
، محمد بن اسمعيل البخاري ، الأدب المفرد ، ص 136.

No comments:
Post a Comment