قرآن کریم د روزونکي ذات لخوا د مخلوقاتو د روزنې لپاره


 لیکوال: محمدناصر حلیمي

د روزونکي ذات لخوا د مخلوقاتو د روزنې لپاره

 د بشريت د نجات لپاره باید مسلمانان او عامه نړۍ د آسماني وحې په درلودونکو کې د نړۍ او نړېوالو د ستونزو د حل او وړتياوو د غوړېدا او سپېڅلتیا روحيه ځواکمنه کړي، ځکه د بشري ناورینونو د حل بېساري او نا متبادله آسماني نسخه له مسلمان سره ده، د دې نسخې عملي کول روڼ ضمیر، تېزهوش، هر اړخیزه ځیرنه، مهربانه لوستنه، لورانده زړه، ویښ او ټولو اړخونو ته ځیر دماغ او ټولنيز انسجام غواړي:

الله تعالی وايي: «وَإِنَّهُ لَتَنْزِيلُ رَبِّ الْعَالَمِينَ (١٩٢) نَزَلَ بِهِ الرُّوحُ الْأَمِينُ (١٩٣) عَلَى قَلْبِكَ لِتَكُونَ مِنَ الْمُنْذِرِينَ (١٩٤) بِلِسَانٍ عَرَبِيٍّ مُبِينٍ (١٩٥) وَإِنَّهُ لَفِي زُبُرِ الْأَوَّلِينَ».[1]

(یقیناً دا قرآن کریم د رب العالمین لخوا د جبریل په لاس ستا پر زړه د دې لپاره نازل شوی، چې ته له وېرونکو څخه شې، په روښانه عربي ژبه او د مخكنیو خلكو په كتابونو كې هم دا شته).

قرآن کریم کې د «رب العلمين» عبارت ځکه د یو محور په توګه یاد شوی چې مسلمان په دې پوه کړي چې د قرآن کریم په لمر بشريت ته د رڼا بښلو دنده پر غاړه لري او مؤمن په محدوده دایره کې نه ځایېږي لکه، چې علي رضي الله عنه وایي:

- دَوَاؤكَ فيكَ وما تَشْعُرُ.. ودواؤكَ منكَ وما تبصرُ

وَتحسَبُ أَنّكَ خَلقٌ ضَعيفُ.. وَفيكَ اِنطوى العالَمُ الأَكبَرُ[2]

درملنه ستا په وجود کې ده.. ستا درملنه ستا لخوا ده؛ خو ته يې نه ګورې

ته فکر کوې چې ته کمزوری مخلوق یې.. خو په تاکې لوی عالم رانغاړل شوی دی

د انسان د روزنې لپاره یو اصل دا دی چې خبرې باید د ده د عقلي او عاطفي کچې سره برابر وي، الله تعالی د خپل رحم پر اساس خپلې سترې خبرې د انسان د عقل او عاطفي کچې ته را کېويست، د تنزيل يوه معنا دا ده چې الله تعالی خپلې خبرې د انسان د عقل او عاطفې کچې ته داسې راښکته کړې چې انسان يې پلي کولای او پر تطبيق يې نتائج مرتب کولای شي.

 همداسې چې الله لوی دی، خبرې یې هم لویې دي، پر انسان د الله تعالی لویه پېرزوينه دا ده چې د ده عقل او عاطفه يې دومره ارزښتمنه او ویاړمنه کړه، چې د لوی الله خبرې يې د انسان عقلي و عاطفي کچې ته د ده د روزنې او سمبالنې لپاره را کېيستې، د هغه ذات خبرې چې نومونه او صفات یې بشري عقل ته حیرانوونکي دي.

د تنزیل کلمه، له عزت، حکمت، علم، رحم سره ځکه مله یادېږي چې قرآن ښودنه باید د عزت بښنې له لارې په بشري پرګنو کې حکیمانه، عالمانه، کریمانه او رحیمانه وي، د مؤمن قوم عزت او غلبه باید ولسونو ته د حکمت، علم او رحم سوغاتونه ورکړي، ځکه چې علم، حکمت او رحم د فردي و اجتماعي درناوي رښتیني او اساسي عناصر دي.

د دې تنزیل حق دا دی، چې زده کړې او تطبیق ته یې عزتمن چاپېريال، حکیم روزونکي، علیم ښوونکي، مهربانه او لورانده نظام جوړ کړو، ځکه دا په احساساتي شعارونو، فرد محورۍ او ډلبازۍ سره نه پلی کېږي.

«الم (١) تَنْزِيلُ الْكِتَابِ لَا رَيْبَ فِيهِ مِنْ رَبِّ الْعَالَمِينَ».[3]

(الم- د رب العالمین لخوا داسې کتاب نازل شوی، چې هېڅ شک پکې نشته).



[1]. الشعراء: ۱۹۲ – ١٩٦.

[2]. المزید ، أحمد بن عثمان ، تعظيم الله تعالی ، تأملات وقصائد ، ص 62.

[3]. الم سجده: ۲.


No comments:

Post a Comment