قران کریم د تنزیل له عزت او رحمت سره


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

تنزیل له عزت او رحمت سره

قرآني درملنه ګټوره او خوندوره ده، شرط يې دا دی چې بشري پرګنو ته به یې د درنښت او رحم پر محور، د بشر د درنښت، پرمختیا او ويښتيا لپاره وړاندې کړای شي.

دا کتاب د دې لپاره رالېږل شوی، چې بشـريت د غفلت له خوبه را ویښ، درنو چارو، ګټورو کړنو او ښاېسته اعمالو ته په روزنیزه بڼه ځير او چمتو شي، چې قرآن لوستی انسان مثمره ونه، خوږ بویه مشک، ګټوره غذا او خوندور درمل شي.

«تَنْزِيلَ الْعَزِيزِ الرَّحِيمِ (٥) لِتُنْذِرَ قَوْمًا مَا أُنْذِرَ اٰبَاؤُهُمْ فَهُمْ غَافِلُونَ».[1]

(دا قرآن کریم د عزتمن او مهربانه ذات له لوري د دې لپاره نازل شوی، چې داسې یو قوم ووېروي، چې پلرونه يې هم نه وو وېرول شوي او په غفلت کې پراته وو).

د بدو اعمالو، ویناوو او افکارو له ناوړو پایلو او بدو عواقبو څخه د خلکو وېرول ویښول او پوهول د ښو او درنو چارو ترشا هدف دا دی، چې بشريت يو بل ته عزتمن او مهربانه شي، د نورو زمکنیو مخلوقاتو لپاره د خیر او نېکمرغۍ سرچينه شي، چې همدا د قرآن کریم د نزول اساسي هدف او له انسان څخه یې اساسي غوښتنه ده.

د بشري پرګنو د مادي او معنوي ارزښتونو عزتمنه وده او عالمانه اصلاح د قرآن کریم اساسي موخې دي.

د لاندې آیت تطبیقي بڼې ته د عمر رضي الله عنه په عملي ژوند کې ځير شئ، چې بېلارې انسان یې په څومره عالمانه او عزتمنه بڼه اصلاح کړ.

«حم (١) تَنْزِيلُ الْكِتَابِ مِنَ الله الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ (٢) غَافِرِ الذَّنْبِ وَقَابِلِ التَّوْبِ شَدِيدِ الْعِقَابِ ذِي الطَّوْلِ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ إِلَيْهِ الْمَصِيرُ(٢) ».[2]

(د دې كتاب نازلېدل د هغه الله تعالی لخوا دي، چې برلاسى دى، پر هر څه پوهېدونكى دى، ګناه بښونكى او توبه قبلوونكى دى، سخت سزا وركوونكى او ډېر د فضل خاوند دى. بې له هغه هېڅ معبود نشته د هماغه لوري ته د ټولو ستنېدل دي).

قرطبي یو روایت را نقل کړی دی، چې عمر رضي الله عنه ته چا یو غښتلی شامي سړی وښود و يې ویل: چې شراب څښي، عمر خپل کاتب ته وویل: ولیکه!.

« له عمر نه فلاني ته! سلام عليك وأنا أحمد إليك الله الذي لا إله إلا هو بسم الله الرحمن الرحيم حم تنزيل الكتاب من الله العزيز العليم. غافر الذنب قابل التوب شديد العقاب ذي الطول لا إله إلا هو إليه المصير».

لیکنه يې مهر کړه، قاصد ته يې وویل: د سد پرحال یې ور وسپاره، شاوخوا خلکو ته يې وویل: دعاګانې ورته وکړئ! چې الله تعالی ورته د توبې توفیق ورکړي.

سړي چې لیک ولوست ویې ویل: «غَافِرِ الذَّنْبِ وَقَابِلِ التَّوْبِ»: (الله تعالی راته د بښنې وعده راکړه).

«شَدِيدِ الْعِقَابِ ذِي الطَّوْلِ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ إِلَيْهِ الْمَصِيرُ»: (له عذابه يې ووېرولم).

په ژړا شو دا آیتونه یې څو څو ځلې ولوستل او رښتینې توبه یې وایسته.

کله چې عمر رضى الله عنه خبر شو، ويې ویل: کله چې ستاسو ورور ښويېږي، د خپل ورور په بې لاري كولو كې د شیطان ملا مه تړئ». [3]

پېغمبر له قرآن کریم نه د انساني وړتیاوو د ودې، سپېڅلتيا او کارنده کېدو لپاره عزتمنه بڼه کاروله، خو له بده مرغه موږ ترې په پر شاتګ او اختلاف کې د وخت، استعداد او امکاناتو د ضایع کېدو او مورالونو د ماتېدو لپاره کار اخلو. همدا لامل دى، چې له يوه کړکېچه لا نه يو خلاص چې په بل کې ښکېلېږو. موږ الله تعالی او خلکو ته ژمن یو چې د قرآن کریم په رڼا د تورتم ټول ډولونه ورک او نړۍ د علم، عدل او وحدت په پلوشو روښانه، ډاډمنه او بسیا کړو.



[1]. یس: ۵-۶.

[2]. غافر: ۱-۳.

[3]. الجزائري ، جابر بن موسى بن عبد القادر بن جابر أبو بكر الجزائري ، أيسر التفاسير للجزائري ، ج 4 ، ص 512.


No comments:

Post a Comment