قران کریم د کایناتو پټ رازونه او تنزیل


لیکوال:حمحدناصر حلیمي

د کایناتو پټ رازونه او تنزیل

لاندې آیتونو ته که ځیر شو، الله تعالی تنزیل له عزت، حکمت، په آسمانونو او زمکه کې د شته نعمتونو او امانتونو شتون یادوي، شته نعمتونه او امانتونه د عزتمن، حکیم خدای د حکمت، عزت او خدایۍ لپاره د شاهد په توګه یادوي.

«حم (١) تَنْزِيلُ الْكِتَابِ مِنَ الله الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ (٢) إِنَّ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَاٰيَاتٍ لِلْمُؤْمِنِينَ».[1]

(حم- دا کتاب د عزتمن او حکیم ذات لخوا نازل شوی دی، یقینا د اسمانونو او زمکو په پیداېښت کې د مؤمنانو لپاره ډېرې نښې دي).

دا کتاب د انسان، حیوان، اسمانونو او زمکې له پټو اسرارو او رازونو سپړنې نه استفادې ته ځيروي، چې د کایناتو له اسرارو خبر شي او د ژوند په ټولو اړخونو کې د الله تعالی له ټولو نعمتونو څخه بې استثناء ټوله بشري پرګنه متوازنه او پرمختللې ګټه واخلي، پوښتنه دا ده، چې که موږ مسلمانان فقط د لاندې آیت د تطبیق لپاره صادقانه قدم واخلو ؛ ایا د یوې شېبې لپاره به هم اختلاف او تعصب ته وزګار شو!؟.

د یوې لوېشت هومره زمکه به له انساني پرمختګه شاته پاتې شي؟ د مادي او معنوي شرمونکي نېستۍ او پمنۍ سره به مخ شو!؟ سوالګر به ولرو؟ نه، هېڅکله، نه.

هغه آيت دادى، چې د عقل انکشاف، انساني درنښت او د طبیعت پټو رازونو ته مو ځیرمن او ژمنوي: «وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ أَنْ تُؤْمِنَ إِلَّا بِإِذْنِ الله وَيَجْعَلُ الرِّجْسَ عَلَى الَّذِينَ لَا يَعْقِلُونَ (١٠٠) قُلِ انْظُرُوا مَاذَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا تُغْنِي الْاٰيَاتُ وَالنُّذُرُ عَنْ قَوْمٍ لَا يُؤْمِنُونَ».[2]

(د الله تعالی له ارادې پرته هېڅوک ایمان نه راوړي او ناولی ژوند د هغو په برخه دی، چې خپل عقل پکار نه اچوي، دوی ته ووایه! په اسمانونو او زمکه کې چې څه دي، ژور ورته وګورئ! آیتونه او پېغمبران بې ایمانه قوم ته ګټه نشي رسولای).

اسمانونو او زمکه کې پلټنه او کتنه وکړئ! قرآنپوهان باید موږ ته د دې پوښتنې ځواب پیدا کړي چې بشري وړتیاوې څه ډول وروزل شي، چې طبیعت بشر ته داسې تسخیر کړي چې د اقتصادي ستونزو د حل په پار هېڅوک پر هېچا ملنډې ونه وهي او هېڅوک هېچاته سر ټیټ نکړي.

موږ د آسمانونو او زمکې له اسرارو څخه بې خبره یو، له الهي نعمتونو نه مناسبه او متوازنه ګټه نشو کولای، ملت مو د بېوزلۍ او لوږې له امله په کينه، کبر، دروغو، دسیسو او خیانتونو اخته دي ؛ خو که پخپلو کې مو د یو بل د ځپلو، رټلو او سپکاوي پرځای د کایناتو د حقایقو په راسپړلو کې کار کړی وای، اوس به د عزتمن پېغمبر امت نورو ولسونو ته د ذلت سر نه وای ښکته کړی، اوس به مو نور ولسونه له فقر، ظلم او بې نظمۍ څخه ژغورلاى شول.

اسلامي امت له استثناء پرته د ټولو بشري پرګنو د ژغورنې، رغونې او سمونې متخصص ساربان او ژمن څاروان دی، چې دا کار ستره اخلاقي سپېڅلتیا، عقلي وړتیا کاري متره او ټولنيزه ژمنتیا غواړي.

د ژوندون د بحران او تعاملاتو د طغیان له خطرناکو څپو څخه د اسلامي امت ماته او د انسانيت ډوبه بېړۍ ژغورل د مسلمان دنده ده، خو په غفلت او فرعي موضوع ګانو کې د بدمرغه او سپېرې بوختیا له امله مو نورو ولسونو ته څه ونه کړای شول ؛ خپل ولس ته مو هم نجات ورنه کړای شو، نور خو څه چې ځان هم رانه هېر شو، پېړۍ پېړۍ مو د استبداد ولچکونه عقلونو ته واچول شول، د ځان ژغورنې او ولس ژغورنې په ډګرونو کې مو عقل کار ونه کړ او د همدې ګناه له امله د اختراعاتو، ابتکاراتو او پرمختګ له نعمتونو څخه بې برخې شو په آسمانونو او زمکه کې له شتو نعمتونو او نښو څخه بې خبره پاتې شو. قرآن عزتمن او حکيم تنزيل دی، د اسمانونو او زمکې له نعمتونو نه د مؤمنانو د استفادې دود او کړنلار راښايي.



[1]. الجاثیه: ۱-۳.

[2]. يونس: ۱۰۰-۱۰۱.


No comments:

Post a Comment