تنزیل د قرآني روغتون په معنا
په نړۍ کې اسلامي مدرسې د کمیت له پلوه تر اټکل پورته دي، خو
بیا هم کفایت نه کوي، ځکه هر کور باید مدرسه شي، د اسلام ځلانده لمر مولانا یوسف کاندهلوي رحمه الله وايي: «مسلمانان تر
هغه پرمختګ نشي کولای، چې هر کور یې مدرسه نشي”.[1]
زه د دغې سترې کورنۍ سترو کارنامو ته حیران یم، نیکونو، لمسیانو
او شاګردانو یې اسلام ته دومره تطبیقي او منتج خدمتونه وکړل چې د سروزرو د زنځیر غوندې هر بند يې تر بل ډېر ځلیږي، زما په
نظر لامل یې دا و چې کور یې مدرسه وه.
د مولانا الیاس د مور په اړه سید ابوالحسن الندوي رحمه الله
لیکلي دي: «مور یې صفیه د قرآن کریم حافظه وه، کله چې شیخ یحیا یې غېږ کې و، په رمضان کې يې هره ورځ ۴۰ سپارې
تلاوت کاوه، د رمضان میاشت کې به یې د قرآن څلوېښت
ختمونه کول، د تلاوت په جریان کې به یې د کور کارونه هم په ښه توګه سمبالول، د
سهار او ماښام اذکار يې د کور د کارونو د اجرا پر مهال له قضایۍ پرته کول...).[2]
يعنې هره مسلمانه ښځه بايد د قرآن د تلاوت، ترجمې او هر
اړخيز تطبيق ماهره او استاده وي.
د مسلمانانو د نجات او پرمختګ لپاره تر دې غوره او ګټوره نسخه مې نه لوستې او نه اورېدلې
ده.
له هر کور نه مدرسه جوړول بشري
نسلونه او انساني ټولنې له داخلي او بهرنیو لېوانو له داړلو څخه ژغورلای شي، په دې
شرط چې نصاب، ښوونکي، اداري غړي او تدریسي چاپېریال رحيمانه، عالمانه او کریمانه
وي.
نن چې د
بې شمېره تدريسي ارګانونو په موجودیت کې لا هم قرآني موخې د بشر په ژوند کې څه چې د مسلمان په
عملي ژوند، وینا او افکارو کې تت، بې خونده، زيانمن او مضر انګېرل کېږي، لامل يې
دا دی، چې د عزت او حکمت عناصر مو په تحصیلي، تعلیمي، فردي او اجتماعي ژوند کې کمزوري دي يا هېڅ نشته.
د پېغمبر په ښوونیز او روزنیز دود
کې عزت بښل او حکیمانه چلن د تدریس اساسي عناصر وو.
نو له بحران څخه د وتو لپاره مو
باید تحصیلي، تعلیمي، فردي او اجتماعي روزنه عزتمنه او باحکمته شي.
متاسفانه غیبت، تهمت، چغلي، کنځلې،
سپکې او سپورې زموږ د ژوند پر ټولو اړخونو ځواکمن حکومت لري.
له کور، مدرسې او مسجد نه نیولی، د
لوړو او ابتدايي زده کړو تر مشرتابه پورې اکثره رنځور دي.
د ټولنیزو اصلاحاتو ستر مدعیان مې
وتلل، رنځونه یې تر نورو زیات وو او کم نه. لامل یې دا دی، چې زموږ ټولنه کې د
صالح کېدو تر برنامې د مصلح کېدو لپاره شعارونه غوړ او تاوده دي. صالح کېدو ته لږ
او مصلح کېدو ته ډېر نا صالحان هم چمتو دي.
د قرآن د زده کړې موخه دا ده چې خاوند
مېرمنه، مېرمنه خاوند، موربچي او بچيان مور، استاد شاګرد
او شاګردان استاد، داکتر رنځور او ټولنه داکتر باید ونازوي، وده ورکړي، په مینه او
رحم یې عزتمن وپالي.
[1]
د تبليغي حضراتو له مشرانو نه.
[2]. الندوي ، السید ابوالحسن علي ، الداعیة الکبیر الشیخ محمد الیاس
کاندهلوي و دعوته الی الله ، ص ۱۵.

No comments:
Post a Comment