لیکوال:محمدناصر حلیمي
که یو انسان ووهل شي، دا وهل هوا کې نه ورکېږي، دا د وهل شوي او ځپل شوي انسان په ضمیر کې په عقده بدلیږي د انتقام اور يې په زړه کې بلېږي، بله ورځ له بل انسان یا ټولنې څخه انتقام اخلي.
یو شريف ځوان محصل ته مې وویل:
فلاني ځای ته د درس لپاره نه ورځې؟
ويې ویلې: ورغلی وم ؛ خو په درس کې
لږ غلط شوم مرغي[1] يې کړم، ده راته
وویل: کله چې ستا خبره مې واورېده، چې «تر ذلیل عالم، عزیز ناپوهه خپل ولس ته ډېر
خیر رسوي، لږ تر لږه پر خپل ولس يې د ننګ احساس يې له منځه نه ځي».
درس مې پرېښود او په دې هڅه کې شوم چې خپل درنښت او وقار وساتم.
ما هم چې د ده روښانه او معصومه
څېره ولیده زړه کې مې وویل: الهي شکر چې زموږ په ټولنه کې داسې شخصیتونه شته چې د
ذلت قمچینې په خړو سترګو نشي زغملای. الهي! هغوی ته هدایت وکړه چې په علمي بڼ کې زموږ
د تنکیو ګلانو پاڼې په غوټۍ کې بې رحمانه رژوي.(امین یا رب)
د ده عزتمنې څېرې ډېر خپه کړم او د
ده روښانه، هدفمنې او معصومې څېرې ته مې نور ونشو کتلی، لږ تم شوم، په زړه کې مې د
خپلې ځپلې ټولنې ډېرې بدرنګې بېلګې سترګو ته ودرېدې، لاندې مې وکاته او ورته مې وويل:
د داسې تعلیمي درسګاه او لوستون په لټه کې شه چې د علمي پرمختګ ترڅنګ د زده
کوونکيو درنښت ساتلای او شخصیت یې پاللای شي.
د کریم پېغمبر شاګردپاله وینا مې
سترګو ته ودرېده: «وَ إِنَّ
اَلْمَلاَئِكَهً لَتَضَعُ أَجْنِحَتَهَا لِطَالِبِ اَلْعِلْمِ ».[2]
(د طالب العلم تر پښو لاندې ملائکې
وزرې غوړوي).
ځان سره و بونګېدم، یو محصل پوښتنه
وکړه چې څه دې وویل؟ ما وویل: د شاګرد سره په چلن کې موږ چېرته او کریم پېغمبر
چېرته؟
که په مدرسه کې د شاګردانو وهلو ته
اړتیا پیدا کېږي په دې معنا ده چې مهتمم، مدرس او مدیر د تنزیل په مفهوم سم نه دی
پوه شوی. ځکه د تنزیل معنا دا ده چې د انسان عقلي او عاطفي کچې سره برابر نازل شوی
دی، که نبوي دود خپل شي قرآن د هر چا د سويي هومره د هر چا زده کېږي.
[1]. مرغي
کېدل یو ډول سزا ده ، چې شاګرد مکلف کوي چې دواړه لاسونه له ورنو راتېر کړي او
غوږونه کلک ونیسي او سر یې د زنګونو په منځ کې ښکته وي. دماشومانو وهل ، له ویښتانو
نېول ، د غوږونوتاوول ، سکونډل او دې ته ورته غیر انساني او بې
کرامته سزاګانې دي چې متعلمینو او طالب العلمانو ته په دې بې
پوښتنې بازار کې ورکول کېږي.
[2]. الترمذي
، أبو عيسى ، محمد بن عيسى بن سَوْرة بن موسى بن الضحاك ، سنن الترمذى ، ج ، 11ص
444.

No comments:
Post a Comment