لیکوال:محمدناصر حلیمي
شاعرانه خبرې او تنزیل
قرآن شعر نه دی چې زړه راښکونکي
هندسي جوړښتونه ولري، په فرد او ټولنه کې د تغيیر راوستو کومه طرح پکې نه وي، په
الفاظو د خلکو عواطف ولوبوي.
د درواغجنو کاهنانو وینا نه ده، چې
د ساده ګانو او بې خبرو عقلونه اېل او
جېبونه يې تش کړي.
دا د سیاستوالو خبرې نه دي چې د
خلکو احساسات وپاروي په غوړو ويناوو او
شومو موخو ملتونه د خپلو عقديېزو منافعو پر محور وڅرخوي، دا د رب العلمين له لوري ټولو
مخلوقاتو ته د سالمې او هر اړخېزې روزنې لپاره راغلی دی.
«وَمَا هُوَ
بِقَوْلِ شَاعِرٍ قَلِيلًا مَا تُؤْمِنُونَ (٤١) وَلَا
بِقَوْلِ كَاهِنٍ قَلِيلًا مَا تَذَكَّرُونَ (٤٢) تَنْزِيلٌ
مِنْ رَبِّ الْعَالَمِينَ”.[1]

No comments:
Post a Comment