پنځم فصل څلورم نوم : فرقان


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

پنځم فصل 

څلورم نوم : فرقان 

الفرقان د قرآن کریم څلورم نوم دی،

د انساني پرمختګ اساسي غوښتنه دا ده چې د ښو او بدو، روا او ناروا، د عدل او ظلم، د پوهې او ناپوهۍ، د رڼا او تیارې، د جهاد او فساد، د مینې او کرکې د ګټور او مضر، د حق او باطل، د حق او مسؤلیت، د رښتیا او دروغو ترمنځ د عقیدې، سیاست، اقتصاد، ټولنې، ښوونې، روزنې، صنعت، زراعت، قضاء کورنۍ... په ډګرونو کې په کره او پوره توګه توپیر ولري او قرآن کریم بشریت ته همدا کار کړی دی.

«تَبَارَكَ الَّذِي نَزَّلَ الْفُرْقَانَ عَلَى عَبْدِهِ لِيَكُونَ لِلْعَالَمِينَ نَذِيرًا (۱) الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَلَمْ يَتَّخِذْ وَلَدًا وَلَمْ يَكُن لَّهُ شَرِيكٌ فِي الْمُلْكِ وَخَلَقَ كُلَّ شَيْءٍ فَقَدَّرَهُ تَقْدِيرًا (۲) وَاتَّخَذُوا مِن دُونِهِ اٰلِهَةً لاَّ يَخْلُقُونَ شَيْئًا وَهُمْ يُخْلَقُونَ وَلاَ يَمْلِكُونَ لأَنفُسِهِمْ ضَرًّا وَلاَ نَفْعًا وَلاَ يَمْلِكُونَ مَوْتًا وَلاَ حَيَاةً وَلاَ نُشُورًا».[1]

(هغه ذات ډېر بركتناك دى، چې پر خپل بنده یې فرقان (قرآن کریم) نازل كړ، چې د نړېوالو لپاره وېروونكى وي، هغه ذات چې د اسمانونو او زمکې باچاهۍ لري، څوك يې په زویولۍ نه دي نیولي او له هغه سره په باچاهۍ كې څوك شريك نشته، هغه پيدا كړ بيا يې د هغه اندازه او تقدیر وټاكه، خلكو له الله تعالی پرته داسې معبودان ونیول، چې هېڅ شى نشي پيدا كولاى، بلكې پخپله پیدا شوی دی، د ځان لپاره هېڅ د ګټې يا زيان واك نه لري، نه د مړه کولو وس لري، نه د ژوندي كولو، نه مړه بيا راپاڅولاى شي).

«شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْاٰنُ هُدًى لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ».[2]

(رمضان هغه مياشت ده، چې قرآن کریم پکې نازل شو، چې د انسانانو لپاره له سر تر پايه هدايت دى او داسې څرګندې لارښوونې پكې دي، چې د سمې لارې ښوونكې او د حق او باطل سره بېلوونكې دي).

«مِنْ قَبْلُ هُدًى لِلنَّاسِ وَأَنْزَلَ الْفُرْقَانَ إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِاٰيَاتِ الله لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ وَاللَّهُ عَزِيزٌ ذُو انْتِقَامٍ». [3]

 (او الله تعالی له هغه مخکې د ټول انسانیت لپاره هدایت را لېږلى دى (چې د حق او باطل توپيروونكى دى) اوس چې كوم خلك د الله تعالی د فرمانونو له منلو انكار وكړي، هغوى به هرو مرو په سخته سزا اخته شي. الله تعالی ډېر زورور او بدوته سزاوركوونكى دى).

«تَبَارَكَ الَّذِي نَزَّلَ الْفُرْقَانَ عَلَى عَبْدِهِ لِيَكُونَ لِلْعَالَمِينَ نَذِيرًا».[4]

(هغه ډېر بركتناك ذات دى، پر خپل بنده یې دا فرقان (قرآن کریم) نازل كړ، چې د ټولو نړېوالو لپاره وېرونكى وي)



[1]. الفرقان: ۱-۳.
[2]. البقرة: ۱۸۵.
[3]. آل عمران:٤.
[4]. الفرقان: 1.


No comments:

Post a Comment