فُرْقان


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

فُرْقان

امام شوکاني رحمه الله وايي: «لأنه يفرق بين الحقّ والباطل بأحكامه، أو بين المحق والمبطل».[1]

(قران ته د دې لپاره فرقان ووایه، چې پخپلو پرېکنده پرېکړو کې حق او باطل سره جلا کوي، حقپال او باطلپال خلکو ته ورپېژني).

الله تعالی وايي: «وَقُرْءَانًا فَرَقْنَاهُ لِتَقْرَأَهُ عَلَى النَّاسِ عَلَى مُكْثٍ وَنَزَّلْنَاهُ تَنْزِيلا».[2]

(او قرآن کریم مو جلا جلا درواستاوه، چې خلكو ته يې لږ لږ واوروې، دا مو د ټولنې له غوښتنو سره برابر تدريجي نازل کړی دى).

«وَقُرْءَانًا فَرَقْنَاهُ».

(چا چې پورته جمله په تخفیف سره لوستلې د حق او باطل د روا او ناروا ترمنځ توپیروونکی)[3].

دښو او بدو، د ګټورو او زیانمنو ترمنځ توپیر د قرآن کریم اساسي موضوع او د بشري پرګنو اساسي اړتیا ده، دا د ژوند په ټولو اړخونو لکه عقیده، عبادت، سیاست، اقتصاد، ټولنه، ښوونه، روغتيا، کورني ژوند، ازدواج، اداره، حکومت او تجارت کې يو شان دی.

دا بيا ځانټه ډګرونه لري، د اعتقادی حقپال مواصفات په فکر، عمل او وينا کې له اعتقادي باطلپال سره په نښه او په ګوته کړي دي، د عبادي حقپال مواضوت يې په فکر، عمل او وينا کې له عبادي باطلپال سره جلا په نښه او په ګوته کړي دي، د سياست دا ډګر حقپال په فکر، عمل او وينا کې د سياست د ډګر له باطلپال سره جلا په نښه او په ګوته کړي دي. اقتصاد ښوونه روزنه روغتيا کورنی، جنسي عريزه اداره طومت نجارت...



[1]. الشوكاني ، محمد بن علي بن محمد بن عبد الله اليمني ، فتح القدير ، ج ۵ ص 258.

[2]. الاسراء: ۱۰۶.

[3]. الافريقې القیرواني ، حيى بن سلام بن أبي ثعلبة ، التيمي ، البصري ثم الإفريقي القيرواني تقديم وتحقيق: الدكتورة شلبي هند ، تفسير يحيى بن سلام ، ج ۱ ، ص ۱۶۷.


No comments:

Post a Comment