لیکوال محمد ناصر حلیمي
فرقان د بشریت ستره اړتیا
كه د حقیقي او غیر حقیقي
خدای ترمنځ فرق ونشي بیا همدغه عاقل او روڼفکره انسان د رښتیني خدای پر ځای په
ړندو احساساتو، فلز، لرګي او تیږو ته سر ښکته او بنده ګي یې کوي.
قرآن کریم د الله تعالی ټول
مواصفات داسې ذکر کړي دي، چې هېڅ جعلي خدای پر خلکو ځان نشي منلای، په دې شرط چې
خلک قرآن کریم ته د زړه او عقل له لارې د هدايت موندنې، بشريت ته د رحمت سرچينه کېدنې او
د بشري ستونزو د رژولو په موخه مراجعه وکړي.
موږ علم الادیان (دین پوهنه) په ډېر تعجب لولو چې په میلونونو انسانان کاڼو، بوټو، څارویو او.. ته سجده کوي. له دې لویې غمیزې څخه انسان ته د ژغورلو وړتیا او دلایل
یواځې په قرآن کریم کې دي.
نور ادیان دې
له یوه کوچني خدای څخه منکروي او تر هغه پر بل کوچني خدای دې اړوي.
د رښتیني الله تعالی او دروغجنو
خدایانو ترمنځ د توپير لپاره محیطي، ساده او داسې اسان دلایل ویلي دي چې د ټيټې
عقلي کچې خاوند هم پرې پوهېږي، ستر ستر فیلسوفان
یې هم عجایبو ته حیرانېږي او له دې لارې سترو سترو حقایقو
پېژندنې ته د الهي او بشري حقونو د اداېنې په موخه رسېږي.
که عبادت په سمه معنا
توضېح نشي، عابدان له ټولنو تښتي او د الله تعالی رضا له خلکو نه
لرې په سمڅو کې لټوي، د رهبانیت له لارې غواړي چې الله تعالی راضي کړي، په داسې
حال کې چې الله تعالی انسان فطرتا ټولنپال او ټولنیز پیدا کړی دی، سالم انسانان چې
څومره د ټولنیزو خدمتونو له لارې خپل روح او تن ټکوروي بل هېڅ شی دومره ډاډ نشي وربښلای، عاقل او هوښیار انسان
رهبانیت نشي کولای، که ویې هم کړ، حق یې نشي اداء کولای او که د لنډې مودې لپاره يې څه نا څه
حق اداء هم کړي، دوام ورته نشي ورکولای، د دې ترڅنګ الله تعالی په قرآن کریم کې
منلی او نامنلی عبادت هم توضېح کړی دى.

No comments:
Post a Comment