زیانمن توپیرونه


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

زیانمن توپیرونه

قرآن کریم د انسانانو ترمنځ يې پر قومي، ژبنیو، نژادي او داسې نورو توپیرونو د بطلان کرښه راښکلې او له سره یې نه مني ؛ بلکې د عقیدې، ارادې، وینا، نیت، عمل د نتايجو د لاس ته راوړو او نه راوړو، له پلوه يې د مؤمن، مسلمان، متقي، محسن، مخبت، منیب، مطیع، متبع، عامل، پتمن، نېک عمله عالم او همداسې په کافر، منافق، ظالم، خاین، بې پته او بد چاري عالم.. سره توپیرونه کړي دي او قرآني تعبیر دومره واضح او ښکاره دی، چې هېڅوک نشي کولای چې وي یو څه او ځان بل څه وښيي، نن له پورته معیارونو څخه بې خبرۍ بشريت له هغو زرګونو اجتماعي او فردي ستونزو سره مخ کړی، کړولی او په بې شمېره رنځونو یې رنځور کړی دی، چې انساني جوهر په انسان کې ماتوي او له منځه یې وړي، چې لوی لامل یې په فرعي اختلافاتو کې د تعصب په تنګه او بد بویه[1] دایره کې روزل شوي، خوله ور او ناندریمار پوهان[2] دي ؛ خو د انساني جوهر د ماتوونکو لاملونو د له منځه وړو توان نه لرو، د پورتنیو موضوع ګانو په اړه د حل تر بریده دومره څه نه لرو چې د بشري کادرونو له لارې ټولنې او وګړي د ژوند له خطرناکو څپو وژغورو.



[1]. رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: «دعها فانها منتنة» ، قشيري مسلم بن الحجاج ، صحيح مسلم ج 12 ، ص 465. (پریږده تعصب بدبویي ده). او بل روايت كې: « دَعُوهَا فَإِنَّهَا خَبِيثَةٌ » ، بخاري جعفي محمد بن إسماعيل الجعفي الجامع الصحیح ، ج 11 ، ص 343. (پرېږده دا یو چټل کار دی). قومي ، ژبني ، نژادي او. . . تعصب ته رسول الله بد بويي او چټلي ويلي دي.

[2]. پوهان په دوه ډوله دي: یو خوله ور او ناندریمار او بل طراح او کاري وړتیا درلودونکی.

خوله ور او ناندرېمار سره د خپل شهوت ، شهرت ، منصب او نوم غم دی ، دوی پر احساساتي ، جذباتي او کمعقلو ځوانانو کار کوي او خپلو ګټو لپاره یې کاروي. طراح او كاري وړتیا درلودونکي پوهان د بشري او طبیعي منابعو د انکشاف ، اقتصادي پرمختیا ، سیاسي ثبات ، نړېوال او سيمه ایز امنیت ، حقوقي پياوړتیا ، د بشر ، حیوان او نبات لپاره د هوسا او ارام ژوند موندنې لپاره. . . کار ، زیار ، هڅه او هاند کوي او د خلکو پر عقلي وړتیاوو او عملي سیستمونو کار کوي.


No comments:

Post a Comment