لیکوال:محمدناصر حلیمي
د عزت او حکمت له پلوه توپير
قرآن چې نورو ويناوو سره توپيروي
وايي: چې د قرآن هره کلمه او جمله عزتمنه او حکيمانه ده، داسې وينا او حرکت په نړۍ
کې نشته چې په عزت او حکمت کې د قرآن سره سيال وي.
په آسمانونو او زمکه کې د پټو
اسرارو د مؤمنانه څېړنې او عاقلانه پلټنې له لارې د بشري سرچینو د انکشاف په پار
بشريت ته نېکمرغي بښل او د بشريت په ګټه یې کارول او بشر د ژوند په ټولو ډګرونو کې
د عزت او حکمت هسکې مرحلی ته رسول، د کمال او جمال په ګاڼه يې ښایسته کول د
رښتینیو مؤمنانو له لاری د قرآن کريم اساسي دنده ده.
«تَنْزِيلُ
الْكِتَابِ مِنَ الله الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ».[1]
(د عزتمن او حکیم ذات لخوا دا کتاب نازل شوی دی).
«تَنْزِيلُ
الْكِتَابِ مِنَ الله الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ».[2]
(دا کتاب د عزتمن او حکیم ذات لخوا نازل شوی دی).
«تَنْزِيلُ الْكِتَابِ مِنَ الله الْعَزِيزِ
الْحَكِيمِ».[3]
(د عزتمن او حکیم ذات لخوا دا کتاب نازل شوی دی).
فرد او اجتماع ته عزت او
حکمت بښل د قرآن کریم اساسي ځانګړتیا او بنسټيزه موخه ده، ځکه چې قرآن کریم د ټول بشريت لپاره د عزت او حکمت د ټولو ډولونو سرچينه، هڅاند او ملاتړ دی. بشريت ته عزت او حکمت بښل د قرآن کریم هغه اساسي هدف دی، چې نورې موخې يې پر محور څرخي.
الله تعالی په سپېڅلو نومونو کې
عزیز او حکیم له تنزیل سره مل یادوي، د دې لپاره چې بشريت باید پوه شي، چې په هر
فردي او اجتماعي جوړښت کې باید دا دوه عنصره موجود وي.
عزت او حکمت یو محک[4]
دی، په هر کار او سیستم کې چې څومره
زيات وي، هومره قرآن کریم د تطبیق او ترویج په ساحه کې د
با کفایته او سپېڅلو خلکو لاس ته ورغلی دی او هومره دې کارته موږ
قرآني کارویلای شو.
له عزت او
حکمته پر محرومو
شو د ذلت او ناپوهه په رنځ رنځورو حاملینو په عزت او
حکمت سره يې د ظاهر او باطن درملنه
یې وشي، پاک شي او وده
وکړي
او دا ځکه ډېر خطرناک حالت دی، چې دین هله د حقتلفیو لپاره ښویېدلی (مُحَرَّفْ)
استدلال پیدا کوي چې ولس ذليل او ناپوهـ وساتل شي.
[1]. الزمر: ۲.
[2]. الاحقاف: ٢.
[3]. غافر: ٢.
[4]. محک (زرکاڼى) زرګرانو سره هغه وسیله ده چې کره او کوټه سره
معلوموي.

No comments:
Post a Comment