لیکوال:محمدناصر حلیمي
تمثیل ته اړتیا له پلوه توپير
د قرآن توپير له نورو ويناوو سره دادی چې تر
تقریر، تمثیل ته د قرآن ډېره اړتیا ده، پېغمبر صلی الله علیه وسلم او
برکتناک ملګري یې پر اسلام د انسانانو سرونه او پر ایمان يې ټولنیز امن تضمین کړ، لامل
یې دا و، چې دوی د اسلامي او ایماني مواصفاتو عملي او محسوس نندارتونونه وو.
رسول اکرم صلی الله علیه وسلم او اصحاب چې د قرآن کریم عملي سمبولونه وو، پر قرآني اخلاقو
عملا روزل شوي وو، د عزت او حکمت په ډګر کې يې بشريت ته دومره لوی او حیرانوونکی خیر ور واړاوه، چې د تطبیق شوې
طرحې، بیا تطبیق ټول زیانونه جبرانولای او عزتمنه آینده تضمینولای شي.
اصحابو به خلکو ته، اوږدې لېکنې او
اوږده تقریرونه نه کول، دغه لنډه جمله به یې ورته، ویله: «کُوْنُوْا مِثْلَنَا» ( موږ غوندې شئ.) قرآن د
خلکو غوږونو ته د خبرو داسې اتلان نه وړاندې کوي، چې خبرې يې له تطبیق او نتیجې
څخه خالي ؛ اما درنې، پخې، په زړه پورې او خوږې وي. نن هم قرآن تر واعظانو، مقررینو او لیکوالانو ممثلینو او
د عمل اتلانو ته ډېره اړتیا لري، چې تر ژبې مخکې عمل يې ایمان او اسلام وژباړي او
ښېګڼې يې خلکو ته وښايي.
د اسلام په اړه د دې بې شمېره
لیکنو سره سره بیا هم ډېوه تته بریښي لامل يې د تمثیل د کچې ټيټوالی او تتوالی دی.
الله تعالی بشري پرګنو سره د دین د
تطبیق له لارې د استقرار او د ژوندانه د اسانتیاوو دوه ژمنې کړي، د دغو دوو ژمنو
ترسرول د قرآن د تفسیر د عملي تمثیل په معنا ده الله تعالی وايي: « وَلَكُمْ فِي الْأَرْضِ مُسْتَقَرٌّ وَمَتَاعٌ
إِلَى حِينٍ ».[1] (او تر همغه مهاله چې
په ځمكه كښې اوسېږئ تاسو ته ارامځای او د ژوندانه اسانۍ وي).
د دې لپاره چې بشري پرګنۍ د شیطان
مقابله وکړای شي په پورته آیت کې دوه وعدې بشري پرګنو ته ورکړل شوي دي :
1.
استقرار: ډاډمن، هوسا او عزتمن
ژوند.
2.
متاع: د ژوندانه هغه اسانتیاوو ته
وايي، چې انسان په لږ وخت لږۍ انرژۍ او لږو امکاناتو سره په خوندوره بڼه او ګټور
شکل سره انسان خپل انساني رسالت ترسرولای شي.
په لاندې آیت کې الله
تعالی د دین د تطبیق دوی پایلې یادوي چې له وېرې او خپګان څخه مصؤونیت دی.
« َإِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ مِنِّي هُدًى فَمَنْ تَبِعَ
هُدَايَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ (٣٨) ».
( بيا چې تاسې ته زما له خوا كوم
هدايت ورسېږي، نو څوك چې زما د هدايت پېروي وكړي ؛ نو پر هغو به څه وېره او غم نه
وي).
اوس قاطع
اکثریت بشري نړۍ ته ژوند بې استقراره، بې متاع، ډارونکی او خپه کوونکی دی، لامل یې
دادی چې موږ د ښوونيز او روزنيز نصاب له لارې دین ژباړونکي روزو، نه د دین ممثلین،
د دین ممثل هغه څوک دی چې د ژوند اسانتیاوې دومره کړي چې خلک له هر توپير پرته
ډاډمن، هوسا او عزتمن ژوند وکړي، د هر انسان لپاره مصؤونیت دومره عام کړي چې هر
انسان د وېرې او خپګان پرته خپل ژوند تامین او تضمین کړي.
د دیني مدارسو په نصاب او په پوهنځیو
کې د اسلامي ثقافت په تکمیل، تصحیح او تنقیح کې د کره او علمي ارزونې پر بنسټ زه د
همداسې زیاتونې وړاندیز کووم چې د مدرسې فارغان له فراغته وروسته او د پوهنتون
محصلین د خپلو تخصص په پایله کې دخلکو او خپلو چارو د ارزونې له لارې لاندې تخصصي ستائننومونه
وګټي: د اقتصادي آیتونو ممثل، د سیاسي آیتونو ممثل، د روزنیزو آیتونو ممثل، د
ښوونیزو آیتونو ممثل، د ټولنیزو آیتونو ممثل، د اداري آیتونو ممثل، د طبیعي آیتونو
د تطبیق ممثل، د عبادتي آیتونو ممثل، د حیواناتو په اړه د راغلو آیتونو د تطبیق
ممثل، د اوبو، خاورې هوا او چاپيریال ساتنې د آیتونو ممثل، دکرپوهنې ممثل، د روغتیا
پالنې ممثل، د ارزونې د آیتونو ممثل، د نړېوالو اړیکو د سمبالنې د آیتونو ممثل، د
دعوتي او جهادي آیتونو ممثل، دا نسبت باید هغو قرآنپوهانو ته وشي چې په همدغو
ډګرونو کې يې علمي پنځوونې او بنسټیزې لاسته راوړنې ولري.
د مدرسو فارغانو ته وایم، یوه
تخصصي څانګه ځان ته وټاکه، د همغه په رڼا کې خدمت وکړه او فتوی ورکړه، موږ باید په
فتوی کې هم متخصصین ولرو، د اقتصادي چارو مفتي، د سیاسي چارو مفتي، د علمي چارو
مفتي، د چاپيریال ساتنې مفتي، د طبیعي علومو مفتي د کورنی نظام مفتي، د اجتماعي
نظم مفتي او داسې نور او دا هله کېږي چې د مدرسې د درسونو د کره لوست ترڅنګ په
همدغه څانګه کې پوهنتون هم په کره او مسلکي بڼه ولولي.
د دیني علومو هغه مفتي چې په
اقتصاد کې لسانس لري هغه په پرمختللیو اقتصادي سیستمونو کې فتوی ورکولای او پر
استفتاء پوهېدلای شي، هغه چې له معاصر اقتصاد سره نابلده وي پوهېدل ورته پېچلی او
معیاري شرعي فتوی ورکول، ورته ناشونی دی همداسې نور علوم او فنون در واخله.
که مو دا کار وکړ تاسو کولای شئ د
قرآن عملي ممثلین شئ او د قرآن عملي ممثلین د پېغمبرانو رښتیني وارثان دي.
د پوهنتونونو فارغانو ته وایم چې د
خپلې څانګې اړوند آیتونه او نبوي احادیث راټول، زده او غور پکې وکړئ ځکه تاسو هر
یو پخپله څانګه کې د قرآني ايتونو تطبیقوونکي یاست، که له خپلې څانګې سره مل قرآني،
نبوي لارښوونې هم زده او په مثمره بڼه مو تطبیق کړ تاسو پخپله څانګه کې د قرآن
عملي ممثلین یاست.
او د ثمر معنا دا ده چې اړتیا حل
او وړتیا وپنځوئ، په محسوسه بڼه ستاسو په فعالیتونو ژوند خوندور او برکتناک شي.
لاندې حدیث سره له پورته شننې سره
په تړاو لږ تم شئ!
« وعن ابن عباس قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:
"ما من عبد أنعم الله عليه نعمة فأسبغها عليه ثم جعل من حوائج الناس إليه، فتبرم،
فقد عرض تلك النعمة للزوال»[2].
( له ابن عباس نه روایت دی چې رسول
الله صلی الله علیه وسلم وویل: چا ته چې الله تعالی نعمتونه ورکړي او بيا دغه نعمت
ته نور خلک اړ شي او دی د خلکو اړتیا حل نه کړي، دا کس دغه نعمت پخپل لاس له منځه
یووړل).
هغه علم چې د خلکو ستونزې نشي
رژولای، د خلکو وړتیاوو ته وده نشي ورکولای، خلک په مینه نشي پاللای، د ژوندانه د
ګڼو اړخونو پرمختګ نشي تضمینولای ؛ نو بیا د علم، علمي لقبونو او علمي رتبو ارزښت
یعنې څه؟

No comments:
Post a Comment