لیکوال:محمدناصر حلیمي
وهب بن کیسان رحمه الله د حل لنډه
لار را ایستلې ده، هغه وايي چې د ژوندانه په ټولو اړخونو کې د مسلمان عملي تقوی د
حل اساسي لار ده، هغه هم په نبوي دود او هم د ژوند په اعتقادي، عبادي، اقتصادي، روغتيايي، سیاسي، تعلیمي او اجتماعي ډګرونو کې د توازن په کره پام نیوي
سره.
وهب بن کیسان ۱۲پېړۍ مخکې د ستونزو
د حل لپاره پخه، پرځای، درنه، ګټوره او د تطبیق وړ خبره کړې ده، چې دغه حاذقه نسخه،
درمل تضمینوونکي نصاب، علمي کړنلار، عقلي تګلار، منسجم تشکیل، د موخو او کړنو د
کره ترسرونې لپاره علمي، عقلي او عملي پلان، د کارونو د عادلانه وېش او کادرونو د
سالمې روزنې او کارونې لپاره د انسانیت په کچه منتجه هڅه، نه ماتېدونکې اراده، د
طبیعي او بشري منابعو لپاره وړتیا پنځوونکې او اړتیا رژوونکې طرحې ته اړتیا لري.
د امام مالک غوندې ستر شخصیت دا
وینا را نقلوي او وايي: «قَالَ مَالِكٌ: كَانَ وَهْبُ بْنُ كَيْسَانَ يَقْعُدُ
إِلَيْنَا، ثُمَّ لا يَقُومُ أَبَدًا حَتَّى يَقُولَ لَنَا إِنَّهُ لا يُصْلِحُ
آخِرَ هَذِهِ الأُمَّةِ إِلا مَا أَصْلَحَ أَوَّلَهَا، قُلْتُ لَهُ: يُرِيدُ
مَاذَا؟ قَالَ يُرِيدُ التُّقَى».[1]
(امام مالک وايي: کله چې به وهب بن
کیسان موږ سره کېناست، دا خبره به یې هرومرو مخکې له مجلسه کوله چې - د دې امت
وروستي خلک همغسې اصلاح کېږي چې لومړني اصلاح شوي وو- ما ورته وویل: موخه څه وه؟ هغه
وویل: تقوی).
[1]. الجَوْهَرِيُّ المالكي ، أَبُو القَاسِمِ عَبْدُ الرَّحْمَنِ بنُ
عَبْدِ الله بنِ مُحَمَّدٍ الغَافِقِيُّ ، مسند الموطأ ، ص 233.

No comments:
Post a Comment