لیکوال:محمدناصرحلیمي
د ژوند بدمرغه انځور او فرقان
يو کس څنګه توپيرولای شئ، چې د ده فردي او ټولنيز ژوند
قراني دی او که شيطاني؟ د نعمتونو پرځای کارونه، شکر ايستنه او له نعمتونو څخه د
ټولنې متوازنه ګټه اخستنه او په هر اړخيزه بڼه د قوم ژغورنه وي، نو قرآني ژوند دی
او کنه نو شيطاني
ژوند دی.
زموږ د ژوند دردونکی، سپېره او بد مرغه انځور په لاندې
آیت کې تصویر
شوی دی.
«أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ بَدَّلُوا نِعْمَةَ الله كُفْرًا
وَأَحَلُّوا قَوْمَهُمْ دَارَ الْبَوَارِ (٢٨) جَهَنَّمَ
يَصْلَوْنَهَا وَبِئْسَ الْقَرَارُ».[1]
(هغه
قومونه دې نه دي لیدلي چې د الله تعالی پر نعمتونو یې ناشکري وکړه او خپل قوم يې د
هلاکت کندې ته وغورځاوه دوی به دوزخ ته ځي او دوزخ بد ځای دی).
موږ بې
شمېره بشري او طبیعي منابع لرو ؛ خو ګټه ترې نه شو اخستلای، الهي نعمتونه رانه په
ظلم کې لګېږي، لامل یې د طراحو او کاریګرو پوهانو نشت دی، د بېلګې په توګه ماشومان
الهي نعمتونه ؛ بلکې د الهي نعمتونو سرچينې دي، خو له موږ نه ځپل کېږي او رټل کېږي. لامل یې د ماشومانو په اړه له قرآني موخو بې خبري او په قرآن کریم کې نه
بوختيا ده.

No comments:
Post a Comment