حکومتونه د قرآني توپير په آینه کې


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

حکومتونه د قرآني توپير په آینه کې

د پېغمبري او فرعوني حکومتونو تر منځ توپیرونه، په قرآن کې یاد شوي دي، که دغه توپيرونه سم وشنل شي په سیاست او حکومت کې ترې لس جلده مجمل کتابونه لیکل کېږي، نو قرآن ځکه فرقان دى، چې د پېغمبري او فرعوني حکومتونو ترمنځ توپيرونه يې وړاندې کړي دي، د سیاست په ډګر کې که د پېغمبري او فرعوني سیاستونو ترمنځ توپیر ونشي ؛ نو بشري نړۍ هر جابر وینې خور واکمن چې د دوی استعدادونه ځپي، ستونزې ورته پیدا کوي او پخپلو کې يې سره اچوي، یو سالم سیاسي رهبر او د خلکو د سعادت تضمینوونکی نظام يې ګڼي. د هر ظالم، هوسپال او جاهل حاکم تشو تپاکو، لافو، باټو او دروغو ته لاسونه پړقوي.

نامشروع واکمن واجب الاطاعت امیر ګڼي، خو قرآن کریم موږ ته د سلیمان، داود، ذوالقرنین او یوسف علیهم السلام په عملي ژوند کې ښيي چې عقل يې پر شهوت غالب، کار يې تر وینا ډېر او شخصیت یې تر حرام خورۍ او پردي پالنې ډېر هسک وي.

يوسف د زندان تر تورتمونو او بد بوییو یې له زنا او بدلمنۍ نه ډېره کرکه کوله ؛ نو ځکه یې نظامونه د عامو خلکو د ګټو پر محور وڅرخول. په لاندې څو لنډو جملو کې د پېغمبري او فرعوني حکومتونو ترمنځ توپیرونه مخې ته ږدو چې روښانه شي قرآن کریم څه ډول فرقان دی چې موږ يې لنډيز وړاندې کوو:

پېغمبري حکومت د عامو خلکو د ستونزو د رژولو له لارې خلکو ته حکومت کوي او فرعوني حکومتونه عامو خلکو ته د ستونزو د پيدا کولو له لارې پر خلکو حکومت کوي، چې خلک پخپلو کې اړم، بوخت، پخپلو خولو کې ډوب او له خپلو حقونو بې خبره پاتې شي.

پېغمبري حکومتونه د استعدادونو د انکشاف او د چارو پرمختیا او وړتیاوو غوړېدا له لارې د خلکو لپاره پر خلکو حکومت کوي، فرعوني حکومتونه ولسي استعدادونه ځپي او د خپلو هوسونو د خړوبولو لپاره پر خلکو حکومت کوي.

پېغمبري حکومتونه د عامه شتمنیو د ساتنې او پرمختيا له لارې د وړتیاوو د ساتنې او غوړېدا په موخه د خلکو لپاره خلکو ته حکومت کوي او فرعوني حکومتونه د خلکو د مالونو د لوټلو، د زمکو تروړلو(غصب)، د ظلم او فساد د خپرولو له لارې پر خلکو حکومت کوي.

 د پېغمبري حکومتونو مشران ځانونه چارواکي نه ګڼي ؛ ځانونه د عمل په ډګر کې د خپل ولس خدمتګاران بولي، خو د فرعوني حکومتونو مشران ځانونه باداران او خپل ولسونه مریان ګڼي.

پېغمبري حکومتونه ښځو ته درنښت بښي، د عقلي، عاطفي او جسمي متوازنې ودې ته یې داسې مخه برابروي چې ټولنې ته د خیر سرچینه او د پياوړو نسلونو د روزلو جوګه شي، فرعوني حکومتونه دوی ته د نارینه و د شهوت او هوس د مړولو او سړولو ذریعه ګڼي همدا لامل دی چې فرعوني ارګ د ښایسته نجونو او هوسپالو مېرمنو غویمنډ وي او پېغمبري حکومتونو کې د ښځې عقلي وړتیا، عاطفي سپېڅلتیا او کاري ژمنتیا معتبره او د ستاینې وړه وي.

د پېغمبري حکومتونو چارواکي تل ځانونه له خلکو څخه ځاروي او فرعوني حکومتونه ولسونه له ځانه ځاروي.

د پېغمبري حکومتونو چارواکي تل له ځان سره محاسبه کوي، چې موږ خلکو ته څه کړي دي او څه مو نه دي کړي؟ فرعوني حکومتونه تل په دې فکر کې وي چې خلکو موږ ته څه راکړي ؛ نو ځکه شپه او ورځ د خلکو د زبېښلو په سوچ کې وي.

 د پېغمبري حکومتونو چارواکي وږي، تږي، ستړي او ستومانه وي ؛ خو ملتونه یې ماړه، سوکاله او هوسا وي ؛ د فرعوني حکومتونو چارواکي حریص، هوسپال او ظالمان وي ؛ خو ملتونه یې وږي، تږي او ستړي ستومانه وي.

پېغمبرانو به خلکو ته ازادي اخیسته بیا به يې پر ازادو خلکو حکومت کاوه ؛ خو فرعوني نظامونه لومړى د خلکو روح و روان ځپي، مريانوي یې او بیا پرې واک چلوي.

پېغمبري حکومت د سرښندنې، کارنده، عالمې او تطبیقي شورا له لارې رهبري کېږي. بشري او طبیعي منابع له تبعیض پرته وده کوي او فرعوني حکومت د لوټمارې او ظالمې شورا له لارې لوټل کېږي، بشري سرچينې کنګل او طبیعي سرچينې هضمېږي.

 په پېغمبري حکومتونو کې ظالمان د ډار شپې ورځې تېروي، خو په فرعوني حکومتونو کې مظلومان د ډار په شپو او ورځو کې ربړې ګالي.

پېغمبري حکومتونه د وړتیاوو د غوړیدا له لارې ستونزې حلوي، فرعوني حکومتونه د ستونزو د کچې په لوړولو بشري استعدادونه ځپي او پر خلکو داسې حالت راولي چې له پیدایښته تر مړيني يې ټول ژوند له یوې مړۍ ډوډۍ ځار او استعداد يې ترې قربان شي.

يا په بله ژبه پېغمبري حکومتونو کې خلک متوازن اقتصاد او برابر اجتماعي ژوند لري، په فرعوني حکومتونو کې یو له لوږې مري او بل له مړښته.

پېغمبري حکومتونه معتدل وي ؛ نه پکې څوک له لوږې مري نه له مړښته، خو په فرعوني حکومتونو کې څوک له ډېر خوراکه مري او څوک له لوږې.

په فرعوني حکومتونو دا شعر ښه صدق کوي:

«سګ وزیر و ګربه میر و موش درباني کند، این چنين ارکان دولت خانه ویراني کند ».

او په پېغمبري حکومتونو کې مشر د سترو چارو د ترسره کولو او سپېڅلیو تشکیلاتو د سمبالنې اتل، وزیر یې د ستونزو د حل پياوړی او منلی اتل او ساتونکي یې د خدمت سرچینه او د رحمتونو اتلان وي.

په پېغمبري حکومتونو کې دولتي څوکۍ لپاره د ټاکنې معیار عقلي لوړتیا او عاطفي سپېڅلتیا ده، په فرعوني حکومتونو کې دولتي څوکۍ لپاره د ټاکنې معیار عقلي انحراف او عاطفي ناولتیا ده.

په پېغمبري حکومتونو کې د نېکچارو، با استعدا ده او زړه سواندو ترمنځ د خلکو د حقونو د ودې د ساتنې او دفاع په موخه د ژمنو خلکو ترمنځ یو سپېڅلی انتظام او انسجام دی.

په فرعوني حکومتونو کې د ټګانو، خاینانو او بلوسګرو ترمنځ ناروا تړون رامنځته کېږي، چې په عامه اصطلاح «دغلو ښه یاري وه ؛ خو په هېڅ سره وران شول».

په پېغمبري حکومتونو کې د خلکو د حقونو پالونکي سره را ټولېږي او فرعوني حکومتونه د لوټمارو، غدارو او حق تروړونکو ټولګه ده.

د پېغمبري حکومتونو د چلېدو د انجن غوړ علم، عدالت او خدمت دی، د فرعوني حکومتونو د چلېدو انجن غوړ اداري فساد، د ککړو واکمني، پروپاګند د بې ګناه انسان وينه او خیانت دی. [1]



[1]. حلیمي ، محمدناصر ، د عادلانه حكومت سمبولونه په قرآن کې ، ص ۱۴۴.


No comments:

Post a Comment