لیکوال:محمدناصر حلیمي
له کړاوونو خوند اخیستنه
پر احسان سربېره صبر د فعاليتونو نتيجه ترلاسوي.
«يَا بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلَاةَ وَأْمُرْ
بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَاصْبِرْ عَلَى مَا أَصَابَكَ إِنَّ
ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ».[1]
(زويكيه! سم او پوره لمونځ وكړه، په نېكۍ امر وكړه، له بدۍ منع وكړه او پر
راغلي مصيبت صبر وكړه دا ټولې ټينګې او پخې خبرې دي).
څومره چې یو انسان ټولنيزو خدمتونو او وګړيزو اصلاحاتو ته مټې رانغاړي، د
مفسدينو له فساد، د کينه کښو له حسد، د حق تروړونکو له شخړو، د ظالمانو له رټنې، د فرصتپالو له پروپاګند
او د جاهلانو له کنځلو سره مخ کېږي، که مسلمان له ټولو سره عکس العمل ښیي وخت، امکانات او
استعداد يې چې په دنیا کې د فعالیت لنډه موده لري،
عبثېږي، مؤمن بايد د خپل ارمان
د تر لاسي لپاره هر څه وزغمي.

No comments:
Post a Comment