لیکوال:محمدناصر حلیمي
د زغمناکو یادونه
پېغمبران د صبر څلي
و، د ژوندانه په هر اړخ کې چې انسان له ستونزو سره مخ کېږي، د پېغمبرانو ژوند
کې يې بېلګه موندل کېږي، چې هغوی ستونزې زغملي او کړاوونه یې ګاللي دي، په فعالیت
او احسان سره یې د صبر سترې بېلګې وړاندې کړي دي.
«اصْبِرْ عَلَى مَا يَقُولُونَ وَاذْكُرْ
عَبْدَنَا دَاوُودَ ذَا الْأَيْدِ إِنَّهُ أَوَّابٌ».[1]
(اى پېغمبره! په هغو خبرو صبر وكړه، چې دوی يې جوړوي، دوی
ته زموږ د بنده داؤد کیسه تېره كړه چې د سترو قواوو څښتن و. بېشكه هغه په هره چار كې الله تعالی ته ورماتېدونكى و).
د سترو قوتونو ساتل او پالل ډېر زغم او لويه حوصله
غواړي.
«وَكَذَلِكَ مَكَّنَّا لِيُوسُفَ فِي الْأَرْضِ
يَتَبَوَّأُ مِنْهَا حَيْثُ يَشَاءُ نُصِيبُ بِرَحْمَتِنَا مَنْ نَشَاءُ وَلَا
نُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ».[2]
(په دې توګه موږ په هغه هېواد كې د يوسف
(علیه السلام) لپاره د حاكميت لار هواره كړه. د هغه خوښه وه چې په هغه (هېواد) كې
چې غوښتل يې، ځان ته ځاى جوړ كړي. موږ خپل رحمت چا ته مو چې خوښه
شي وركوو، موږ د نېکانو
اجر نه
ضايع کوو).
د
يوسف صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم غوندې سپېڅلتيا پالل او کړاوونه ګالل انسان
له بنديخانې څخه باچاهۍ ته او له کوهي څخه د نبوت عالي مقام ته رسوي او که اوس یې
څوک وکړي، د پېغمبري وراثت لوړ مقام ورته ورکوي.
«إِنَّهُ
مَنْ يَتَّقِ وَيَصْبِرْ فَإِنَّ الله لَا يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ». [3]
(حقيقت دا دى چې كه څوک له تقوى او صبر نه كار واخلي
؛ نو د الله تعالی په وړاندې د دغسې نېكانو مزدوري نه ضايع
کېږي).

No comments:
Post a Comment