لیکوال:محمدناصر حلیمي
له هدايت نه د محرومۍ عوامل
درواغجني او ناشکري
اعتقادي دروغجن او نا شکره، چې وینا یې له عمل سره
ټکر لري، «دین یې دام دی د دنیا
په لار کې ایښی».، سپېڅلې چارې او عالي
موخې نشي ترلاسولای او نه بشريت د دنیوي او اخروي سعادت پرلور بيولای شي.
سیاسي دروغجنو چې خپلو ولسونو ته
حالات معکوس ارزولي د کاريې درک نه لري او خپل ولس په تشو خبرو غولوي، د لوټمار
تشکیل له لارې د غلو او لوټمارو په مټ ورځ تر بلې خپل قوم او هېواد د تباهۍ په لور
بیايي.
اقتصادي، اجتماعي، صحي،
تعلیمي، تحصیلي، صنعتي، زراعتي، کورني او داسې نور.. ناشکره دروغجن هېڅکله خلکو ته
خیر نشي رسولای.
«إِنَّ
الله لَا يَهْدِي مَنْ هُوَ كَاذِبٌ كَفَّارٌ».[1]
(یقینا الله دروغجن او ناشکره قوم ته هدايت نه کوي).

No comments:
Post a Comment