کبر او هوسپالنه


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

کبر او هوسپالنه

کبرجن، بې پته او هوسباز قوم ته الله تعالی د نورو سزاګانو تر څنګ د هدایت له رڼا نه هم بې برخې کوي.

الله تعالی د منافقینو د کبر په اړه داسې وايي: «وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا يَسْتَغْفِرْ لَكُمْ رسول الله لَوَّوْا رُءُوسَهُمْ وَرَأَيْتَهُمْ يَصُدُّونَ وَهُمْ مُسْتَكْبِرُونَ (٥) سَوَاءٌ عَلَيْهِمْ أَسْتَغْفَرْتَ لَهُمْ أَمْ لَمْ تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ لَنْ يَغْفِرَ الله لَهُمْ إِنَّ الله لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ».[1]

(او كله چې دوى ته وويل شول چې راشئ چې د الله تعالی رسول درته د مغفرت دعا وكړي نو سرونه و څنډي او ته وينې چې دوى په ډېر غرور له راتلو نه ډډه كوي.(اى پېغمبره! ته دوى ته د مغفرت دُعا وكړې كه ونه كړې، دوى ته يو شان ده الله تعالی به هېڅكله دوى ونه بښي الله تعالی فاسقانو هوسپالو ته هېڅكله هدايت نه كوي).

د بې پته او هوسپال قوم په اړه داسې وايي: «وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ».[2] (الله تعالی بې حیا او حوسپال قوم پر سمه لار نه بيايي). «وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ».[3] (الله تعالی بې حیا قوم پر سمه لار نه بيايي).

هغه انسان او ټولنه چې جنسي غريزه يې پر عقلي او عاطفي ځواکونو برلاسی و، عقل او عاطفه يې د جنسي غريزې اېل و، د دوې چارې ناکامې او ژوند يې ذليل دی.



[1]. المنافقون: ۵-۶.

[2]. التوبه: ٨٠.

[3]. المائده: ١٠٨.


No comments:

Post a Comment