لیکوال:محمدناصر حلیمي
پر الله درواغ ویل
پر الله تعالی درواغ
ویل، شخصي چارو ته دیني او شخصي ګټو ته اجتماعي رنګ ورکول بد ښه او ښه بد ارزول د خلکو پر حقونو تيری
کول.
«وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى الله الْكَذِبَ وَهُوَ يُدْعَى
إِلَى الْإِسْلَامِ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظالمينَ».[1]
(ښه نو اوس به تر هغه چا بل لوی ظالم څوک وي
چې پر الله تعالی د دروغو تور وتړي په داسې حال كې چې هغه ته د اسلام بلنه وركول
كېږي؟ دغسې ظالمانوته الله تعالی هدایت نه کوي).
دا کار اکثر هغه خلک کوي چې په زړه د دین سپېنې جامې
یې د خلکو د جیبونو د تشولو د ثروت او شهرت د ګټلو لپاره اغوستې وي.

No comments:
Post a Comment