د خواخوږو مشرانو ربړول


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

د خواخوږو مشرانو ربړول

مسلمانان چې د عزت بښوونکي قرآن تر څنګ ذليل شول، لامل يې د سترو پوهانو بنديانول، ځپل او وژل و او دی.

د پروپاګند په رنځ رنځور ولسونه تل د خپلو شخصیتونو، سپېڅلي ټولنیزو ارګانونو زړونه او هوډونه د تورنولو له لارې ماتوي او پرځوي، په تېره هغه ټولنې چې عقلي وړتیا پکې ټیټه، خلک یې د سپکاوۍ په احساس روږدي او زعامتونه پکې د کبر، ځانمنۍ (خودخواهۍ) او ولس ځپنې په رنځ داسې رنځور وي چې پردي مريان، د خپلو هوسونو چاکران او د خپلو ولسونو باداران وي.

د خپلو خواخوږو مشرانو د پرمختګ مخې ته خنډ کېدل زموږ د سيمې ستره ستونزه دا ده چې کادري شخصیتونه مو بې قدره دي، ان تر دې چې که د سترو پوهانو او واکمنو پرتلیزې تاریخچې ولوستل شي لوټماران او غداران واجب الاحترام او پوهان په زندان کې بندیان دي.

استخوان یې شیدا برخه د همای کړه *** مګسان په شرینیو غورځي پرځي[1]

پوهان کډوالۍ او مهاجرت ته اړ دي، ناپوه او سرتمبه ولسونه خپل ستر شخصیتونه او کادري نوابغ نشي زغملای، پر خپلو پوهانو ملنډې وهي، د ژوند ګڼ اړخونه ورباندې تنګوي، ان چې وژني یې هم.

د ستر تورات په موجودیت کې د بني اسراییلو د نسکورېدا یو اساسي لامل د خپلو سترو خواخوږو پوهانو کړول وو، د اسلامي نړۍ د انحطاط اساسي لامل همدا دى.

«وَإِذْ قَالَ مُوسَى لِقَوْمِهِ يَا قَوْمِ لِمَ تُؤْذُونَنِي وَقَدْ تَعْلَمُونَ أَنِّي رسول الله إِلَيْكُمْ فَلَمَّا زَاغُوا أَزَاغَ الله قُلُوبَهُمْ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ».[2]

(او د موسىٰ(عليه السلام) هغه خبره درياده كړه، چې خپل قوم ته يې ويلي وو، چې زما قومه! تاسې مې ولې ځوروئ سره له دې چې ښه پوهېږئ چې زه تاسې ته د الله تعالی رالېږلی رسول يم؟ بيا كله چې هغوى كږېدل غوره كړل ؛ نو الله تعالی د هغوى زړونه كاږه كړل[3]، الله تعالی بې حيا خلک پر سمه لار نه بيايي).

هغه ولسونه چې خپل پوهان نشي نازولای، هغوی به هرومرو ظالمانو ته سر ټیټوي او د ظلم په ورشوو کې به د څارويو په څېر څرېږي او د بلوسګرو په دربارونو کې به د خیرات کچکول په ډېر ویاړ په غاړه ګرځوي، ظالمان به د څپاندو رڼو چېنو واکمنان وي او ولس به یوه پیاله اوبه هم د فاسدو چارواکو په احسان څښي.

الله د بني اسراییلو په اړه وايي: «فَاسْتَخَفَّ قَوْمَهُ فَأَطَاعُوهُ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ».[4]

(خپل قوم يې سپک سپاند کړ او هغوی ورته اېل شول، ځکه چې دا فاسق قوم و).

د سپکاوي په احساس روږدي ولسونه ځکه فاسقان دي، چې د ظلم لښتو ته سرونه ټیټوي، د عدالت کانونو، لمرونو او غرونو تر لاسولو ته خوله نه تويوي او ستړيا نه ګالي. د عادیانو په اړه وايي، چې دوی جبر ته سرونه ټیټ کړل ؛ خو د خپلو خواخوږو او هوښیارو پېغمبرانو خبرو ته یې ارزښت ورنه کړ، د خپلې زمانې جابرانو ته یې سرونه ښکته کړل.

«وَتِلْكَ عَادٌ جَحَدُوا بِاٰيَاتِ رَبِّهِمْ وَعَصَوْا رُسُلَهُ وَاتَّبَعُوا أَمْرَ كُلِّ جَبَّارٍ عَنِيدٍ».[5]

(عادیانو د خپل رب آیتونه ونه منل، د خپلو پېغمبرانو نافرماني يې وکړه او د سترو جابرانو او ضدیانو خبرې یې ومنلې).



[1]. کاظم خان شيدا: عالي تخيل لري ، اخلاقي شخصيت يې ډېر لوړ و ، د عربي ژبې اصطلاحات يې پخپلو شعرونو کې ډېر کارولي ، د ده په اړه ويل کېږي ، چې يوې ښځې د زنا غوښتنه ترې وکړه ، شمع بله وه ، ده پر شمې ګوته ونیوه ، ګوته يې وسوځېده او ښځې ته يې وويل: زه چې دلته شمعې د اور زور نه لرم ، د دوزخ د اور زور به څنګه ولرم( د استاد محمد آصف صمیم وینا).

[2]. الصف: ۵.

[3]. د زړونو کږېدل ، عقلي او عاطفي انحراف.

[4]. الزخرف: ٥٤.

[5]. هود: ٥٩.


No comments:

Post a Comment