لیکوال:محمدناصر حلیمي
حق تروړنه، خلک سپک ګڼل او ظلم
حق تروړنه، یو بل سپک
ګڼل او پر ظلمونو سترګې پټول د هدايت مخې ته ستر خنډ دى. د خپلو ولسونو د نجات لپاره بايد د حقتلفيو، ظلمونو
او جناياتونو لړ ليک وليکو او جبران لپاره يې زړور، هوښيار او خواخوږی تشکيل جوړ
کړو.
«قُلْ
أَرَأَيْتُمْ إِنْ كَانَ مِنْ عِنْدِ الله وَكَفَرْتُمْ بِهِ وَشَهِدَ شَاهِدٌ
مِنْ بَنِي إِسْرَائِيلَ عَلَى مِثْلِهِ فَاٰمَنَ وَاسْتَكْبَرْتُمْ إِنَّ الله لَا
يَهْدِي الْقَوْمَ الظالمينَ».[1]
(اى پېغمبره! دوى ته ووايه: آيا پر دې مو فكر كړى، چې
كه دغه كلام د الله تعالی لخوا وي او تاسې ترې انكار وكړئ (نو د ژوند پایله به مو څه
وي؟) او د همدې په څېر يو كلام باندې خو د بني اسرائيلو يو شاهد هم شاهدي ويلې ده،
هغه ايمان راووړ او تاسې پخپل غرور كې وغورځېدئ، دغسې ظالمانو خلكو ته الله تعالی هدايت نه كوي).

No comments:
Post a Comment