چټي ژوند


 لیکوال:محمدناصر حلیمي

 چټي ژوند

په نارواوو کې د وخت، مال او امکاناتو لګول او حقپال دروغجن ګڼل هم انسان د هدایت له دایرې څخه لری کوي، څومره چې انسان خپل مادي او معنوي امکانات، وخت او وړتيا د خير په چارو کې کاروي، هومره يې زړه او عقل، بدن او روان يې د دين منلو، هضمولو او پلي کولو ته چمتو کېږي.

«وَقَالَ رَجُلٌ مُؤْمِنٌ مِنْ اٰلِ فِرْعَوْنَ يَكْتُمُ إِيمَانَهُ أَتَقْتُلُونَ رَجُلًا أَنْ يَقُولَ رَبِّيَ الله وَقَدْ جَآءَكُمْ بِالْبَيِّنَاتِ مِنْ رَبِّكُمْ وَإِنْ يَكُ كَاذِبًا فَعَلَيْهِ كَذِبُهُ وَإِنْ يَكُ صَادِقًا يُصِبْكُمْ بَعْضُ الَّذِي يَعِدُكُمْ إِنَّ الله لَا يَهْدِي مَنْ هُوَ مُسْرِفٌ كَذَّابٌ».[1]

(په دې وخت كې له آل فرعون څخه يو مؤمن سړي چې خپل ايمان يې پټ كړى و غږ وكړ: (آيا تاسې يو سړى صرف په دې وژنئ چې وايي: زما رب الله تعالی دى؟ په داسې حال كې چې هغه ستاسې د رب لخوا تاسې ته له څرګندو دليلونو سره راغلى. كه هغه دروغجن وي ؛ نو دروغ به يې پرهماغه ور اړوي ؛ خو كه ريښتونى وي ؛ نو له كومو بدو پایلو نه چې تاسې وېروي يو څه خو به پر تاسې هرومرو راشي. الله تعالی داسې يوچا ته هدايت نه كوي چې اسراف کوونکی او دروغجن وي).

د ولس د بقا او پايښت په وخت، امکاناتو او وړتياوو کې له اسراف نه په ځان ساتلو کې دی.



[1]. الزمر: 28.


No comments:

Post a Comment