لیکوال:محمدناصرحلیمي
ښوونيزه او روزنيزه رڼا
د تعلیم په ډګرکې له
پېړيو راهيسې پر موږ تورتم دی باکیفیته نصاب، ښه استاد، د مینې او مهربانۍ عادلانه
چاپېریال د پوهې خواخوږۍ او خدمت د احساس
په اساس د عملي او منتجو علومو له علمي سیستمونو سره د نارینه او ښځینو روزل تعليمي رڼا ده. علم په داسې ګټوره بڼه
وړاندې کول، چې د مادي او معنوي وړتیاوو کچه پرې وده وکړي، د فردي او اجتماعي
اړتیاوو کچه پرې له منځه یوسي، یا يې لږ تر لږه راټیټه کړي تعليمي رڼا ګڼل کېږي.
د ښوونې او روزنې رهبري
قوي علمي کادرونو او سپېڅلو عواطفو خاوندانو ته سره
له پراخو امکاناتو وسپارل شي، تعليمي رڼا ګڼل کېږي.

No comments:
Post a Comment