یوه تېروتنه


 لیکوال:محمدناصرحلیمي

یوه تېروتنه

ځينې خوږمن او با احساسه ځوانان ګورم چې وايي، تر څو چې په هېواد کې شریعت تطبیق نشي امن، پرمختګ او سوکالي نه راځي چې ترې پوښتنه وشي چې دشریعت تطبیق څه ته وايې؟ وايي: د يو څو غلو لاسونه پرې شي، په داسې حال کې چې د غله لاس غوڅول د قرآن کریم په يوه آیت کې راغلی ؛ خو د فقر د مخنيوي لپاره په سلګونو آیتونه او په زرګونو نا تطبیق احادیث لرو.

مثلا: مکي آیتونه لمر، سپوږمۍ، ويالې، سیندونه او سمندرونه بيا بيا يادوي، چې تسخيرول او کارول يې د هر هېواد اقتصادي زېرمې او سرچينې دي. د اوړي او ژمي تجارتي سفرونه، څاروي، بوټي، کرونده او صنعت، چې پياوړي اقتصادي منابع دي. په سلګونو آیتونو کې د فقر او لوږې له منځه وړلو لارې چارې یادوي چې ټولنه له فقره وژغورل شي او لاس غوڅولو ته اړتیا پیدا نشي. موږ مسلمانان مکلف یو چې د اقتصادي آیتونو او احادیثو د تطبیق لپاره منظم روزل شوی تشکیلاتي ټیم، پخه علمي تګلاره او تطبیقي ستراتیژي ولرو بیا د غلو د لاسونو د غوڅولو امر وکړو. حلال خوري چې د لمانځه، روژې، زکات، حج او دعاګانو د قبلېدو بنسټ دى، بايد له وړکتونه تر پوهنتونه ورته درسي منلى، پلي کېدونکى او روښانه نصاب جوړ کړو.عمر بن الخطاب رضي الله عنه چې د اسلام سیاسي او اداري سپېڅلی محوردى، د سوکړې او قحطۍ پرمهال يې د غله لاس غوڅ نه کړ ځکه هغه پوهېده، چې له «کلوا و اشربوا» سره د «ولا تسرفوا» تطبيق حتمي دى.

د زراعت، صنعت، تجارت او پلټنې د فضیلت په سلګونو صحیحو احادیثو کې دا یو حدیث درواخلئ:

«عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عَنْهُ قَالَ قَالَ رسول الله ﷺ مَنْ كَانَتْ لَهُ أَرْضٌ فَلْيَزْرَعْهَا أَوْ لِيَمْنَحْهَا أَخَاهُ فَإِنْ أَبَى فَلْيُمْسِكْ أَرْضَهُ».[1]

(له ابي هريره رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: څوک چې زمکه لري ؛ نو ودې کري که کرلای یې نشي ؛ نو خپل ورور ته دې ورکړي چې ویې کري او که نه یې کرله ؛ بېرته دې ترې خپله زمکه واخلي).

نن د کار خلک لرو، کار ورته نه پیدا کېږي، لوړ استعدا ده خلک لرو، نوښتونه یې نه پلي کېږي دښتې لرو، د غاصبانو له لاسه بېوزلى او نېستمن د اړتیا وړ کور پکې نشي جوړولای، په لسګونو اقتصادي منابع چې لرو، کار ترې نشو اخیستي نكاح ګانې څومره سختې شوې، څومره ناروا دودونه یې مخې ته خنډ شوي خو په دیني مخکښانو کې داسې اتل و نه موندل شو چې د پېغمبر د زمانې غوندې نکاح اسانه، ارزانه، درنه او عزتمنه کړي.

سره ددې چې د حدودو تطبیق تر څلوېښت کلن باران ولس ته ډېر ګټور دی ؛ خو د مجازاتو له تطبیقه مخکې د جزاګانو، ګناهونو او جنایتونو د مخنوي لپاره په نبوي دود اسانتیاوي او فرصتونه رامنځته کول د شریعت د تطبیق نبوي دود دی.

که د حدودو تطبيق شرعي او بڼه يې غير شرعي وي شرعی حدود ورته نشوویلای.



[1]. بخاري ، جعفي ، محمدبن اسمعيل ، )صحيح الجامع(، صحيح البخاري ، ج 3 ص107 ، حديث نمبر: 2340


No comments:

Post a Comment