لیکوال:محمدناصرحلیمي
اقتصادي رڼا
د اقتصاد په ډګر کې له پېړيو راهيسې پر موږ تورتم دی، رڼايي
هلته راځي چې د استثمار، احتکار، انحصار او غصب[1] نظامونه د
اسلامي نظام پر شاهینانه پنجو مات او د قرآن کریم اقتصادي اصول ترسيم، توضیحې او تطبيقي
پلان په علمي او عملي بڼه زده کړو سالمه رهبري او رغنده پالنه د ژوندانه پر ټولو
اړخونو او وګړو پلي کړو، عادلانه، عالمانه
او عاملانه هڅه وکړو د ميداني څېړنو پر بنسټ وګړيزه، روزنيزه او اقتصادي زده کړه
وکړو چې د قرآن کریم اقتصادي اصول را باندې واکمن شي.
تر زمکې ګردچاپیره راڅرخېدل، له زمکې او سيندونو څخه ګټه، د
وچو دښتو او څپاندو سیندونو په اړه خپل مسؤولیت ادا کړو او له لمر نه پوره انرژي
واخلو د دې کارونو ترڅنګ % ٥، ٢زکات ورکړو، په دنیا کې به اړ انسان او محتاجه
څاروی
پاتې نشي.
که پورته چارې مو کره
او پوره وکړې، هېڅوک به د هېچا د
وره ملنګ، هېڅ
هېواد د بل مریی او هېڅ
هېوادوال به د چارواکو نوکر نه وي. د قرآن کریم د سیاسي آیتونو په
څېر اقتصادي آیتونه هم رانه هېر او شاته غورځول شوي دي.
«أَوَكُلَّمَا عَاهَدُوا عَهْدًا
نَبَذَهُ فَرِيقٌ مِنْهُمْ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ (100) وَلَمَّا
جَاءَهُمْ رَسُولٌ مِنْ عِنْدِ الله مُصَدِّقٌ لِمَا مَعَهُمْ نَبَذَ فَرِيقٌ مِنَ
الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ كِتَابَ الله وَرَاءَ ظُهُورِهِمْ كَأَنَّهُمْ لَا
يَعْلَمُونَ”.[2]
(ايا تل داسې نه ده شوې چې كله يې څه ژمنه كړېده ؛ نو له
هغو نه يوې نه يوې ډلې هغه شاته غورځولې ده؟ بلكې د هغو زياتره كسان داسې دي، چې د
زړه له كومي ايمان نه راوړي او كله چې هغو ته د الله تعالی له لوري كوم پېغمبر د
هغه كتاب تصديقونكى او تائيدوونكى راغلى دى چې له پخوا نه له دوى سره موجود و، نو
له دې اهل كتابونه يوې ډلې د الله تعالی كتاب په داسې شان شاته وغورځاوه، لكه دوى
چې په هېڅ نه پوهېږي).
[1]. استثمار: وايي: توره دې
لالا وهي مړۍ دې عبدالله وهي. احتکار: خوراک توکي د قیمتۍ لپاره زېرمول ، انحصار:
کاروبار پخپله ولکه کې راوستل او د نورو تاجرانو مخه وهل ، غصب دبل چا د مالونو
تروړل.
[2]. البقرة: 100 ، 101.

No comments:
Post a Comment